۸صبح، کابل: د ملګروملتونو سازمان د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا اعلان کړی، چې افغان ماشومان بشردوستانه ملاتړ ته اړتیا لري.
اوچا چهارشنبه د لړم پر څلورمه یوه ټویټ کې وویل د هغو ماشومانو شمېر، چې په روان زېږدیز کال کې افغانستان کې بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري ۱۳ میلیون تنو ته رسېږي.
د ملګروملتونو سازمان د بشر دوستانه چارو د همغږۍ دفتر په وینا له دې منځه له ۱.۵ میلیونه ماشومانو څخه ملاتړ شوی دی. اوچا د دغو مرستو په تړاو نور معلومات نه دي وړاندې کړي.
د ویلو ده، چې افغانستان کې د بېوزلۍ او لوږې له زیاتوالي سره ماشومانو ترټولو زیات زیان لیدلی دی.