اوچا: په افغانستان کې د پوهنې لپاره د درې میلیونو خلکو د ملاتړ لپاره ۲۱۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشر دوستانه چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وایي، چې په ۲۰۲۳ کال کې نهه میلیونه کسان ښوونیزو مرستو ته اړتیا لري، چې له دې ډلې یې درې میلیونو ته لومړیتوب ورکړل شوی دی.

اوچا د سه شنبې په ورځ د کب په ۹مه د يوه ټوېټ په خپرولو سره وویل چې د نجونو د زده کړې، ښوونځیو ته د تجهیزاتو د رسولو، د ښوونکو د روزنې او د انلاين زده کړې لپاره ۲۱۵ میلیونه امریکایي ډالرو ته اړتیا ده.

د اوچا دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان د طالبانو تر واکمني وروسته د شپږم ټولګي څخه پورته په میلیونونو نجونې ښوونځيو ته د تلو اجازه نه لري.

طالبانو په خپله وروستۍ پرېکړه کې د نجونو پر زده کړو هم بندیز لګولی دی.

د يادونې وړ ده، چې د نوي تعليمي کال پيل ته څه باندې شل ورځې پاتې دي او طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو د دروازو د پرانيستلو په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

Back to top button