۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې د ارزونو پر بنسټ په افغانستان کې ۵۶ سلنه کورنۍ په نیمه زیانمنو کورونو کې او ۱۸ سلنه یې په ویجاړو کورونو کې ژوند کوي.
د اوچا يکشنبې غرمه مهال د سلواغي په ۳۰ مه په يوه ټويټ کې وويل چې دغه کورنۍ په عاجله توګه سرپناه، د تودوخې توکو او جامو ته اړتيا لري.
د ملګرو ملتونو اړوند دغه سازمان ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو دریو میاشتو کې له خطر سره مخامخ کورنیو ته د مرستو رسولو لپاره ۳۰،۱ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم په بدخشان کې د زلزلې له امله تر ۷۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي وو. دغه کورونه له سختو واورو او بارانونو وروسته سخت زيانمن شوي وو.