۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (OCHA) له افغانستان سره د ۵.۱ میلیونه اسټرالیایي ډالرو د مرستې خبر ورکړی دی.
اوچا د یکشنبې ورځ د تلې میاشتې په ۹مه، پر خپله اېکس ټولنیزه پاڼه لیکلي چې له افغانستان سره د اسټرالیا د بشري مرستو کچه ۴۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر د اسټرالیا هېواد له افغانستان سره د بشري مرستو د بودیجې له امله مننه کړې ده.
د يادونې وړ ده، چې نړۍوالو مرستندويه بنسټونو تل په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستو پر کموالي اندېښنه ښودلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) د سې شنبې ورځ، د تلې په ۴مه د دغه سازمان د بودیجې د کموالي په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل چې د مالي سرچینو په کموالي سره به یو میلیون افغان میندې او د هغوی ماشومان له خوراکي توکو څخه بې برخې شي.