۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو سازمان د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا اعلان کړی، چې افغانستان کې د سلګونه زرو بېځایه شویو له جبري ایستلو اندېښمن دي.
دغه دفتر پنجشنبه د چنګاښ پر ۹، په یوه راپور کې ویلي، چې د جګړو په پایله کې د بېځایه شویو خپلو سیمو ته د بېرته ستنېدو لپاره د طالبانو د ډېر فشار له امله تر نیم میلیون زیاتې کورنۍ د بې کورۍ له ننګونې سره مخ دي.
دغه دفتر ویلي، چې جګړه، وچکالي، سیاسي بې ثباتي او اقتصادي ناورین هغه عوامل دي، چې د سلګونه زرو کورنیو د بېځایه کېدو لامل شوي او د هغوی له رضایت پرته یې بېرته ستنول ناشوني دي.
اوچا ویلي، چې یوازې په کابل او شاوخوا سیمو کې یې نږدې ۴ زره بېځایه شوي ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو سازمان د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر ویلي، چې تېر کال د ناامنۍ او طبیعي پېښو له امله په ټول افغانستان کې ۱،۳ میلیون تنه بېځایه شوي، چې دا شمېر بې مخینې دی.
د اوچا په وینا، اوسمهال د افغانستان تر نیمایي ټولنې زیات یې د ژوندي پاټې کېدو لپاره بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.
دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې طالبانو په روانه اوونۍ کې په مزارشریف ښار کې د خیمو مېشتې سلګونه کورنۍ چې د ناامنۍ له امله له فاریاب، جوزجان او سرپل ولایتونو څخه یې دغه ښار ته پناه وړې وه، په جبري توګه کډه کړل.