اوچا: افغانستان کې د بشردوستانه اړتیاوو ارزونه کېږي

۸صبح، کابل: د ملګروملتونو سازمان د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا افغانستان کې د بشردوستانه اړتیاوو له کلنۍ ارزونې خبر ورکړی دی.

اوچا دوشنبه د لړم پر ۱۶ د یوه خبر په خپرولو ویلي، چې دغه ارزونه د بېوزلۍ، کووېډ ـ ۱۹، طبیعي پېښو، سیاسي کړکېچ او اقتصادي ناورین له امله د زیانونونو د تشخیص لپاره ترسره کېږي.

د ملګروملتونو سازمان د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر ویلي، چې دغه ارزونه د بشردوستانه اړتیاوو د تشخیص، اصلاع‌رسوونې او د راتلونکو پلانونو لپاره اړینه ده.

د ویلو ده، چې دغه ارزونه د لومړي ځل لپاره افغانستان کې په ۲۰۱۸ کال کې ترسره شوه.

ورته لیکنې

Back to top button