اوچا: په افغانستان کې د تېرې شپې زلزلې پنځه تنه وژلي او ۵۸ نور یې ټپیان کړي دي

۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان کړی، چې د افغانستان په نهو ولایتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله، پنځه تنه وژل شوي، ۵۸ نور ټپیان شوي او شاوخوا ۶۶۵ کورونه ویجاړ شوي دي.
نن چهارشنبه (وري ۲مه)، اوچا په خپل ټوېټر لیکلي چې ددغې زلزلې شدت ۶،۵ درجې و او په بدخشان، بامیان، پروان، پنجشیر، کنړ، لغمان، ننګرهار، سمنګان او تخار ولایتونو کې، دغه کورونه ویجاړ او زیانمن کړي دي.
دغه سازمان زیاته کړه، چې د ارزونې او غبرګون ټیم ملګري یې ګمارلي ترڅو زیانمنو کورنیو ته بیړنۍ مرستې ورسوي.
په همدې حال کې په افغانستان کې د سختې زلزلې په پایله کې، طالبانو هم اعلان کړی چې په دې طبیعي پېښه کې تر پنځوسو زیات کسان وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.
د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره د چمتووالي وزارت ویاند شفیع الله رحیمي چهارشنبه د (وري ۲مه) رسنیو ته په یوه ویډیويي کلیپ کې وویل چې دغه کسان په کابل، بدخشان، پکتیکا، تخار، خوست، بغلان، سمنګان او لغمان ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د یادولو وړ ده چې د یورو مدیترانې سیسمولوژیکي مرکز د اعلان پر بنسټ، د سه شنبې په شپه د ریښتر په کچه ۶،۵ درجې یوې زلزلې د افغانستان بېلابېلې سیمې ولړزولې.