اوچا: د طبیعي افتونو د خطر د کمولو په برخه کې لږې پانګونې افغانان نور هم زیانمن کړي دي

۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، په افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله د رامنځته شویو خطرونو د پېژندنې په برخه کې د یوې مناسبې او کافي ستراتیژۍ نشتوالی د زیانمنو شویو کسانو د شمېر د ډېرېدو لامل شوی دی.
دغه نړۍوال سازمان د پنجشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۱مه، په یوه ټوېټ کې لیکلي چې په افغانستان کې د طبیعي پېښو په ځانګړي ډول د سېلابونو له امله د رامنځته شویو خطرونو په اړه د پلان جوړونې او د پوهاوي د کچې د لوړولو په برخه کې کافي پانګونه نه ده شوې.
د اوچا په وینا، دې کار له طبیعي پېښو لکه له سېلابونو سره د مقابلې په برخه کې د افغانانو د زيانمېدو له زياتېدو سره مرسته کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۹ تنه مړه شوي او ۱۲۰ نور ټپیان شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې افغانستان د اقليمي بدلون له امله يو زیانمنونکی هېواد دى، او ډېر کله د سېلابونو په ګډون د طبيعي پېښو شاهد وي.