۸صبح، کابل: د ملګروملتونو سازمان د بشری چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، په افغانستان کې د پرلهپسې وچکالۍ له امله د ۱۴ میلیون وکړو لپاره پاکو اوبو ته د لاسرسي او د ناروغیو مخنیوي لپاره ۴۷۹ ملیون ډالرو ته اړتیا ده.
اوچا جمعه د سلواغې پر ۲۸ یوه ټویټ کې لیکلي، چې افغانستان د پرلهپسې وچکالۍ له امله سخت زیانمن شوی دی.
دغه بنسټ زیاته کړې، چې په ۲۰۲۲ کال کې وچکالۍ د هغو کورنیو شمېر اووه سلنه زیات کړی، چې د څښاک اوبو ته اړتیا لري.
اوچا همداراز زیاته کړې، چې ۱۲ سلنه کورنۍ پاکو اوبو ته په لاسرسي کې ستونزه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال په دوبي کې د افغانستان بېلابېلې سیمې له وچکالۍ سره مخ وې.