۸صبح، کابل: د ملګروملتونو سازمان د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا په نړۍ کې د داخلي بېځایه شویو تازه شمېرې خپرې کړې دي.
اوچا چهارشنبې د لړم په ۲۵مه د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې ۵۹،۱ میلیون تنه په ټوله نړۍ کې د وسله والو نښتو، بشري حقونو د سرغړونو او طیبعي پېښو له امله د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.
د ملګروملتونو سازمان د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویلي چې په اوسني وخت کې په ټوله نړۍ کې د کورنیو بېځایه شویو شمېر د بل هر وخت په پرتله زیات دی.
د اوچا په وینا، نیمایي بې ځایه شوې ښځې او نجونې دي چې امن ژوند، خوندیتوب او روغتیايي او ښوونیزو خدماتو ته د نه لاسرسي له ستونزو سره مخ دي.
د ورکړل شویو شمېرو له مخې، آسیا او آرام سمندر په ۲۰۲۱ کال کې د ۵۳،۳ سلنې د نړۍ د ټولو بې ځایه شویو په لرلو د نوملړ په سر کې دي.
په داسې حال کې چې نورو هېوادونو د طبیعي پېښو او موسمي بدلونونو له امله د داخلي بې ځایه شویو ستونزه تجربه کړې ده، د ملګروملتونو سازمان د شمېرو له مخې، افغانان د ناآرامۍ او جګړو له امله د ننه په هېواد کې بېځایه شوي دي.