اوچا: په افغانستان کې د اړو کسانو شمېر ۲۸.۸ میلیونو کسانو ته لوړ شوی

۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشری چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وایي، په افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر له ۲۸.۳ میلیون کسانو څخه ۲۸.۸ میلیون کسانو ته لوړ شوی دی.

(اوچا) نن دوشنبه (د غبرګولي په ۱۵مه) په خپل نوي راپور کې وویل چې دغه سازمان او د هغې بشردوستانه همکاران د جون میاشتې څخه د روان زیږدیز کال تر پایه پورې له ۲۰ میلیونو اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره ۲.۲۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

دغه بنسټ زیاته کړه چې افغانستان لا هم په نړۍ کې یو له خورا بد بشري بحران سره مخ دی.

(اوچا) خبرداری ورکړی چې د هېواد دوه پر دریمه برخه نفوس به په ۲۰۲۳ کال کې بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د اوچا په وینا، د ښځو پر کار د طالبانو محدودیتونو د مرستو رسولو په برخه کې ننګونې زیاتې کړي او د دې ادارې د همکارانو عملیاتي ظرفیت یې محدود کړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ او د بېکارۍ له زیاتېدو سره د هېواد د وګړو په منځ کې د بې وزلۍ کچه لوړه شوې ده.

ورته لیکنې

Back to top button