۸صبح، کابل: د ملګروملتونو سازمان د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي، چې په تېرو درېیو کلونو کې افغانستان کې د بېوزلۍ ګراف له ۴۷ سلنې ۹۷ سلنې ته لوړ شوی دی.
اوچا دوشنبه ماسپښين د تلې پر ۲۵ یوه ټویټ کې ویلي، چې وزګاري، د عاید کموالی او د بیو لوړېدل افغانستان کې د بېوزلۍ د زیاتوالي لاملونه دي.
اوچا افغانستان کې د بېوزلۍ پایته رسولو لپاره د بېړني اقدام غوښتنه کړې ده.
تېره ورځ هم پر بشري حقونو د څار بنسټ د لوږې له زیاتېدو وروسته په ۲۰۲۲ کال کې پر خوارځواکۍ د ۳۴ زره افغان ماشومانو د اخته کېدو په اړه راپور ورکړی و.