اوچا په افغانستان کې د موسمي بدلون له امله ناورین په اړه خبرداری ورکړ

۸صبح، کابل: د ملګروملتونو د بشری چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وایی چې په ټول افغانستان کې موسمي بدلون رامنځته کېدونکی دی.
اوچا د پنجشنبې ورځې له غرمې وروسته، په یوه ټویټ کې لیکلي چې دا ناورین د تودوخې د زیاتوالي، د باران د کمښت او ځنګلونو په بې ساري توګه وهلو له امله رامنځته کېږي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د موسمي بدلونونو له ناورین سره د مقابلې لپاره د هڅو غوښتنه کړې ده.
اوچا په داسې حال کې په افغانستان کې د موسمي ناورین د رامنځته کېدو په هکله خبرداری ورکوي چې د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ افغانستان په نړۍ کې د موسمي بدلون له امله شپږم زیان منونکی هېواد دی.