په ۲۰۲۳ کال کې د افغانانو د وضعیت په اړه د اوچا ارزونه

۸صبح، کابل: د ملګروملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ برخې یا اوچا په یوه بیانیه کې په ۲۰۲۳ کال کې د افغانانو د بشري اړتیاوو د زیاتېدو خبر ورکړی دی.

اوچا جمعه د لیندۍ پر یوولسمه نېټه د تازه شمېرو په خپرولو ویلي، چې په راتلونکي کال کې به په افغانستان کې ۲۰ میلیونه تنه له لوږې سره مخ شي او تر ۳۰ میلیونو زیات د اوبو له کموالي سره مخ کېږي.

دغه سازمان همداراز وایي، چې څلور میلیونه ماشومان او ښځې پر خوارځواکۍ د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي.

اوچا همدارنګه ویلي، چې ۲۸ میلیونه نور وګړي به مرستو ته اړتیا ولري.

د ملګروملتونو سازمان د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر ویلي، چې افغانستان کې د اړتیاوو دغې کچې ته د رسېدنې لپاره ۴.۶۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

اخوا د ملګروملتونو سازمان د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې افغانستان کې ۳.۴ میلیون تنه بېځایه شوي، چې نیمایي یې ښځې او نجونې دي. دغه سازمان همداراز څرګنده کړې ده، چې د ښځو بېځایه کېدل د هغوی پروړاندې د تاوتریخوالي د خطر کچه زیاتوي.

ورته لیکنې

Back to top button