یو ښار او دوه نرخه؛ طالبانو د غزني د نیمايي کسبګرو مالیه راکمه کړه

تر هغې وروسته چې په غزني ښار کې یو شمېر سوداګرو او کسبګرو د مالیې د زیاتوالي له امله اعتراض وکړ، طالبانو د نیمایي دغو کسبګرو د مالیې اندازه راکمه کړه. د تېرې اوونۍ په پيل کې يو شمېر سوداګرو او کسبګرو په غزني کې د دې ډلې د شکايتونو د اورېدو کمېسيون ته یو اعتراضیه لیک ولېږه او د ښار بېلابېلو اصنافو د دغه ولایت د مستوفیت ادارې ته د مالیې له ورکولو ډډه وکړه.

که څه هم طالبانو په لومړیو ورځو کې د سوداګرو شکایتونه بابېزه وګڼل او د زیاتې مالیې د راټولو بهیر یې روان وساته او د اصنافو له وکیلانو سره کتنې ته نه حاضرېدل، خو بالاخره د خلکو د فشارونو د زیاتوالي له امله په دغه ولایت کې د طالبانو ځایي چارواکي له خپل درېځه په شا شول. خو د سوداګرو او کسبګرو شکایتونه لا هم دوام لري.

سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، چې په دغه اعتراضیه لیک کې په غزني کې د طالبانو ځایي چارواکو ته خبرداری ورکړل شو، چې که د مالیې اندازه کمه نه شي، دوی به په کاري اعتصاب لاس پورې کړي. یوه سرچینه تاییدوي چې په غزني کې د طالبانو مشرتابه د اصنافو له وکیلانو سره په یوه غونډه کې پرېکړه کړې چې له هغو نږدې ۵۰ سلنه مالیه ورکوونکو چې تر اوسه یې مالیه نه ده ورکړې، کمه مالیه واخلي.

اخوا، یو شمېر سوداګر او کسبګر چې د طالبانو د پخوانۍ پرېکړې له مخې یې، د تېرې یوې میاشتې په لړ کې زیاته مالیه ورکړې، د طالبانو دغه پرېکړه د اصولو خلاف بولي او د خپلو هغو اضافي پیسو د بېرته ورکولو غوښتنه کوي چې د طالبانو له لوري راټولې شوې دي. ۳۴ کلن عزیزالله چې په غزني ښار کې د فلز کارۍ هټۍ لري او دوه اونۍ وړاندې یې بانک ته ۴۰ زره افغانۍ مالیه سپارلې، وايي: «هغه مالیه چې ما او زموږ همدې بندر ورکړې، زموږ د رضایت او هغه څه پربنسټ یې چې اصولو دي، نه ده اخیستې. د ټوپک په زورې یې واخېسته او ګواښ یې وکړ چې هټۍ مو درتړو، موږ اړ شوو چې دغه پیسې ورکړو. له موږه یې د پروسږکال په پرتله ۱۰ برابره زیاته مالیه واخیسته.»

دغه کسبګر په غزني کې د طالبانو د مالياتي ادارو د نوې پرېکړې په تړاو زياتوي: «ښه خبره ده چې له نورو خلکو کمه ماليه واخلي، خو زموږ په هکله دې هم څوک پوښتنه وکړي. که طالبانو دا منلې چې هغه مالیه چې څه موده وړاندې راټوله شوې، زیاته اخېستل شوې، زموږ اضافي پیسې باید بیرته راکړي.»

په همدې حال کې هغه مالیه ورکوونکي چې د مالیې د راټولولو په لومړۍ اونۍ کې یې د مالیې له ورکړې ډډه کړې، د دې پرېکړې هرکلی کوي او وايي چې سږ کال د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی او د لوړې مالیې  د ورکړې توان نه لري. محمد نبي د غزني هغه هټيوال دی چې د خوراکي توکو پلورنځی لري. هغه  تېره يوه مياشت  د خپل دوکان ماليه نه ده ورکړې او اوس د طالبانو د مالیاتي ادرو د چارواکو د نوې پرېکړې هرکلى کوي.

محمد نبي وایي:«ما مخکې همدا ویلي، چې تاسو راشئ. د پېر او پلور بیه، د بریښنا او دکان لګښت وسنجوئ او هغه لېسټ وګورئ چې ما له بازاره مال په پوراخېستي، وروسته چې مې څومره ګټه وکړه تاسو د مالیې مستحق یاست، خو په دې ډول چې راشئ او وګورئ چې په دکان کې څومره مال دی او ولیکئ چې۱۰ زره یا ۲۰ زره مالیه راکړه، ظلم دی.»

دا ستونزه یوازې په غزني ښار کې نه ده. د دغه ولایت د  یو شمېر هغو ولسوالیو اوسېدونکي چې لوی بازارونه لري، هم د طالبانو له لوري د مالیې له لوړېدو شکایت لري. د جاغوریو ولسوالۍ د غزني یوه ګڼ مېشتې ولسوالۍ ده، چې یو شمېر اوسېدونکي یې پر سوداګریزو او تجارتي چارو بوخت دي.

غلام حسین د جاغوريو ولسوالۍ په یوه بازار کې یوه کوچنۍ هټۍ لري او له دې لارې په سختۍ سره د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ نفقه برابروي. هغه د خپلې مالیې د ورکړې پاڼه ترلاسه کړې، خو د مالیې د  پیسو د زیاتوالي له امله یې نه شي ورکولای. غلام حسين ۸صبح ورځپاڼې ته وويل: «زما په ټوله هټۍ کې د يو لک افغانیو مال نشته، خو موږ ته يې ۱۹ زره افغانۍ ماليه ليکلې او هره ورځ راځي چې ژر یې  تحویله کړئ. دلیل او استدلال هم نه اورېدل کیږي.» هغه ټینګار کوي چې په تېرو دوو اونیو کې یې دومره څه نه دي پلورلي چې د مالیې پېسې پوره کړي.

د يادونې وړ ده، چې په غزني کې د طالبانو له لوري د ماليې د ورکړې د څرنګوالي او د زياتې مالیې  د لګولو پر سر ناندرۍ ترهغې  وروسته زياتې شوې، چې د دې ډلې ماليې وزارت د دغه ولايت لپاره ٩٠٠ ميليونه افغانۍ هدف وټاکه. خو د غزني د اوسېدونکو په وينا، له دې امله چې دغه ولایت ګمرک یا صنعتي ښارګوټی نه لري چې ډیر عاید ولري، د دغه ولایت مستوفیت پرکوچنیو مالیه ورکوونکو فشار اچولی چې دا موضوع د خلکو د شکایت لامل شوې ده.

ورته لیکنې

Back to top button