د کابل یو میاشتنی سقوط؛ افغانستان د ډېرو بدلونونو شاهد و

راپور: عبدالاحمد حسيني، ژباړه: محمدزمان سهیل

یوه میاشت تېرېږي چې کابل د طالبانو تر ولکې لاندې راغلی. په همدومره وخت کې د خلکو د ژوند څرخ بدلون کړی او بې‌روزګاره شوي دي. د پخواني حکومت له را پرزېدو سره خلک کډوالې او له هېواده تښتي. دوي اروپایي او د امریکا لویه وچه کې د پناه غوښتنه کوي. اوس طالبانو د ټول افغانستان د واک واګي خپلې کړي، بیا هم ګڼ شمېر افغانانو د غېرقانوني لارو څخه له هېواده وځي. په همدې ترتیب طالبانو په وار وار له خلکو غوښتي، چې بهر ته له تللو ډډه وکړي، خو تراوسه دا غږ چا نه دی اورېدلی او د وتلو هڅې کوي. سره له دې چې د پخواني حکومت له نړېدو نه شاوخوا یوه میاشت اوړي، خو دولتي ادارې ځینې یې نېمه پرانیستې او ډېرې لا هم تړلې دي. ډېر کارکوونکي لا خپلو کارونو ته نه دي را ګرځېدلي. په همدې حال کې د ښځو ژوند یو بل انځور خپل کړی او د بدلون په حال کې دی. طالبانو د روغتیا او پوهنې وزارتونو څخه پرته، نورو ګڼ شمېر اداراتو کې ښځينه کارکوونکو ته د کار اجازه نه ده ورکړې. طالبانو د زده‌کړو بیا پیل ته هم کرښې کاږلي، ښوونځي او پوهنتونونه په دې شرط پرانیستل کېږي، چې د انجونو او نارینه‌وو زده‌کوونکو ټولګي سره جلا شي. د طالبانو دې پرېکړې د خلکو، فعالانو او ځینو نهادونو غبرګونونه را پارولي دي. له دې بحثونو هاخوا؛ طالبانو د حکومت لپاره خپله سرپرسته اداره هم اعلان کړې، چې اکثریت غړي یې د اسلامي امارت دي. د کابینې اعلان د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د سیاسیونو اندېښنې را پارولي. دوی اعلان شوې کابینه ټول‌شموله نه بولي او ګواښ کوي، چې د قدرت انحصار او قومي سیاست به له ماتې سره مخ شي.

له افغانستانه د غني پټ وتل او کابل ته د طالبانو ننوتل

د ۱۴۰۰ لمریزکال د زمري/اسد پر څلورويشتمه طالبانو کابل محاصره کړ او بغېر له کومې جګړې یې واک ترلاسه کړ، د هغه څه چې د شاوخوا شل کالو هیله يې لرله. که څه هم تمه کېده پخوانی ولسمشر محمداشرف غني به د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې طالبانو ته واک ولېږدوي، کابل ته د طالبانو تر ننوتلو وړاندې هغه له څو نېږدې همکارانو له کابله ووت، چې دې چارې په هېواد کې د قدرت تشه رامنځته کړه. په هغې ورځ د پخواني حکومت نظامي قوې فعاليت په ټپه ودرېد او ځینو خو لا له وخت نه په ګټې اخیستنې ګډوډۍ او غلاوې وکړې. ټاکل شوې وه، چې د واک لېږد پورې به طالبان د کابل په دروازو کې وي، خو غني له هېواده ووت او د قدرت تشې ته په کتلو سره طالبانو خپلو جنګیالیو ته کابل ته د ننوتلو امر وکړ. طالب پوځيان د شنبې پر ماښام د زمري په پنځه‌ويشتمه کابل ښار ته ننوتل او په رسمي توګه یې د ښار امنیت په لاس کې واخیست.
کابل ښار ته د طالبانو ننوتلو سره سم د پخواني حکومت د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د یو ویډیوي پېغام خپرولو سره له هېواده د غني وتل ومنل. عبدالله وویل د قدرت تشې ډکولو په موخه یې د پخواني ولسمشر حامدکرزي او ګلبدین حکمتیار سره د “همغږۍ شورا” رامنځته کړې. د دغه تشکیل رامنځته کېدو موخه يې د ګډوډۍ مخنیوی، د سولې پروسې اداره‌کول او په سوله‌يیزه توګه د واک لېږد وبلل. له بلې خوا، یو ورځ وروسته له هغې چې غني له هېواده ووت، کابل کې د روسیې سفارت ادعا وکړه، چې پخواني ولسمشر غني څلور موټره پېسې او یوه له پېسو ډکه يوه څرخکه له ځان سره وړې. دا ادعا غني رد کړه، هغه په په یو ویډیو پېغام کې په ډاګه کړه، چې له هېواده د وتلو لامل یې د ښار د ویجاړۍ او وینې توېدلو مخنیوی و. همدارنګه یې د ۱۶۵ میلیونه ډالرو د تښتولو ادعا هم رد کړه. اشرف غني اوسمهال په عربي اماراتو کې پناه اخیستې، په سیاست کې د ماته منلې او له طالبانو سره په جګړه کې يې د امنیتي ځواکونو د ماتې خبره رد کړې ده.

په همدې حال کې د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د سه‌شنبې پر ورځ د زمري پهدر شپږويشتمه ځان د افغانستان سرپرست ولسمشر اعلان کړ او پر ټوېټر یې ولیکل: «د افغانستان اسلامي جمهوريت د اساسي قانون په صریح حکم د ولسمشر د مړيني، تېښتې او یا هم غیابت کې، خپله د هېواد سرپرست کېدلی شي.»
هغه ټېنګار وکړ، چې په هېواد کې دی، په قانوني او مشروع توګه د ولسمشرۍ حق لري او د دې لپاره د هېواد له ټولو رهبرانو سره د مشورې په حال کې دی.

د ذبیح الله مجاهد لومړنۍ خبري ناسته

د کابل له سقوط دوه ورځې وروسته د سه‌شنبې پر ورځ د زمري پر اوه‌ويشتمه ذبیح الله مجاهد د رسنیو مخته د یو خبري کنفرانس له لارې څرګند شو او په افغانستان کې یې د جګړې اعلان کړ. مجاهد د ټول‌شموله حکومت د جوړېدو په اړه څرګندونې وکړې او ډاډ یې ورکړ، چې په راتلوونکي حکومت به ټولې پرګنې ونډه ولري. مجاهد همداراز د ښځو کار او فعالیت په اړه د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل، ښځې د ټولنې مهمه برخه ده او د هغوی د کارونو څرنګوالی به د اسلام په چوکاټ کې مشخص شي او طالبان هم په هماغه اساس د هغوي حقونو ته درنښت لري. مجاهد ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکړ، چې د سر، مال او عزت خوندي ساتلو په موخه یې کلک درېږي او پدې برخه کې هیڅ وېره نشته. هغه زیاته کړه راتلوونکی حکومت د کوکنارو کښت مخنیوي، د نشه یې توکو قاچاق پر وړاندې مبارزې او هېواد کې د پراختیا په موخه د نړیوالې ټولنې ملاتړ او مرستې ته اړمن دی او له نړيوالې ټولنې یې وغوښتل، چې د افغانستان له راتلوونکي حکومت سره همکاري وکړي.

له بلې خوا د پخواني حکومت له پرځېدو سره، امریکا، فرانسې، جرمني، اسټرالیا، بریټانیا، ایټالیا او نورو هېوادونو له افغانستانه د خپلو اتباعو او افغان همکارانو د ایستلو لړۍ پېل کړه. دا د تاریخ د پاڼو د سر کرښې شوې، چې له افغانستانه د خلکو د ایستلو پېل شول. امریکا د دې پروسې په سر کې و. ویل شوي چې د بهرنیو اتباعو په ګډون یې ۱۲۳ زره تنه افغانانان هم له افغانستان نه بهر کړي دی. بهر ته د افغانانو ایستلو بهير پيل سره یو زیات شمېر خلکو د کابل هوایي ډګر دروازو ته ځانونه ورسول او پدې هڅه کې و، چې له دې فرصت نه په ګټنې له هېواده ووځي. د معلوماتو له مخې لسګونه تنه د ګڼې ګوڼې له امله مړه او ټپیان شول. همدا رنګه دري تنه چې د الوتکي په ټایرونو پسې یې ځانونه نښلولي و، د الوتنې پرمهال په ځمکه را وغورځېدل او مړه شول. په همدې حال کې د بریټانیا او امریکا استخباراتي سازمانونو خبرداری ورکړ، چې پر کابل هوایي ډګر داعش ډله برید کوي او له خلکو یې وغوښتل تر څو ژر له ډګره ووځي. له دې خبرداري وروسته د د وږي/سنبلې پر څلورمه د هوایي ډګر په یوې دروازې او د باران په نوم کمپ ته نېږدې د ګڼې ګوڼې په منځ کې دوه چاودنې وشوې. د رسمي معلوماتو له مخې، ۱۷۰ تنه پکې ووژل شول او نېږدې ۲۰۰ نور ټپیان شول. په دې مړو او ټپیانو کې ۱۳ امریکایي عسکر هم و. امریکایانو له چاودنې یوه ورځ وروسته په ډاګه کړه، چې له چاودېدوونکو توکو ډک یو موټر باندې يې بريد کړی، چې د داعش ډلې يو کس يې په نښه کړی. دا بريد د ملکیانو پر یو کور کې شوې، چې د یوې کورنۍ ۹ غړي پکې وژل شوي و. وروسته بیا وال اسټریټ، او سي اِن اِن او نیویارک ټایمز ورځپاڼو راپورونه ورکړل، چې په دې چاودنه کې ملکیان موخه ګرځېدلي او د یوې کورنۍ ۹ غړي په کې له منځه تللي.

له افغانستانه د امریکا وتل

د داعش له لوري د نورو بریدونو احتمال په صورت کې غربي هېوادونو له افغانستان څخه د خلکو د ایستلو لړۍ ودروله. امریکا وروستی هېواد و، چې افغانستان یې پرېښود او پوځيان یې ووتل. د امریکا وروستۍ نظامي الوتکه د وږي پر اتمه نيمه شپه له کابله د امریکا پر لور والوته. په همدې توګه په افغانستان کې د امریکا شل کلنه جګړه پای ته ورسېدله. کله چې د امریکا وروستی سرتېری هم له افغانستانه ووت، نو طالبانو دا خوښي په ډزو بدرګه او دا یې تاریخي ورځ وبلله. د طالبانو د ادعا له مخې امریکایي عسکرو له وتلو سره سم په هوایي ډګر کې هلیکوپټرې، الوتکې، رادار سیستم او نور ویجاړ کړل. ذبیح‌الله مجاهد وویل، امریکایي پوځیانو میلیونونه ډالر زیان اړولی دی. په همدې حال کې د رادار سیستم او الوتکو ویجاړيو له امله له افغانستان سره ټولې بهرنۍ الوتنې بندې شوې. تازه طالبانو له قطر او ترکیې نه مرسته وغوښتله، ترڅو د کابل هوایي ډګر بیارغونه وکړي. تراوسه د قطر، پاکستان او ایران ترمنخ ځینې الوتنې شوي دي. طالبانو ډاډ ورکړی، چې ژر به نړیوالې الوتنې هم پيل شي.
د مرکزي امریکا د قوماندانۍ يا سنتکام له اعلان سره سم د امریکايي ۸۲ ډوله پوځي الوتکه کې د دې هېواد وروستی سرتیری د دوناهو په نوم د د وږي پر اتمه شپه مهال له کابله ووت.

د ملي حبهې رامنځته کېدا او له طالبانو سره مخامختيا

له لږ وخت وروسته «ملي مقاومت جبهه» د احمد مسعود په مشرۍ رامنځته شوه. مسعود طالبانو ته ګواښ وکړ، چې د ټول‌شموله حکومت نه رامنځته کېدو په صورت که به يې پروړاندي مبارزې ته دوام ورکړي. که څه هم دواړو خواوو د خبرو یو پلاوی د ستونزې حل په موخه منځګړی کړ. دې خبرو پایله ور نه کړه او طالبان د زور له لارې اړ شول، چې پنجشیر ونیسي. طالبانو پنجشیر ته جنګیالي واستول او ملي جبهې هم جګړه پېل کړه. دې جګړې دواړو خواو ته د زیاته مرګ ژوبله واړوله. تراوسه دواړو خواوو ته د مرګ ژوبلې کره مالومات نه شته. وروسته له څو ورځو، طالبانو پنجشیر ته د ننوتلو په موخه مخکې تګ وکړ او په دې جګړه کې احمدمسعود ته نېږدې کسان لکه فهیم دشتي او جنرال عبدالودود ذره، ووژل شول. وروسته له دې پېښې احمد مسعود خلک د طالبانو پر وړاندې ملي قیام ته وبلل. هغه له خلکو وغوښتل، تر څو له شته امکاناتو نه په ګټې‌اخیستنې د طالبانو پر وړاندې ودرېږي.

په کابل کې د آی ايس آی مشر او له طالب مشرانو سره یې لېدنې

د دوشنبې پر ورځ د وږي/ سنبلې پر پنځلسمه، طالبان پنحشیر ته دننه شول او په دې ولایت یې د بشپړې ولکې ټېنګولو خبر خپور کړ. دا خبر د ملي مقاومت جبهې له لوري رد کړل شو. دې جبهې وویل، د طالبانو پر وړاندې مبارزه یې د «طالبانو نه د ټول نیونې» په موخه دوام لري. د پنجشیر په جګړه کې د پاکستانیو پوځیانو د مداخلې خبرونه هم خپاره شول، خو طالبانو او پاکستان دا راپورونه رد کړل. دې جګړو هغه مهال زور واخیست، چې د پاکستان د ای ایس ای مشر جنرال فیض حمید د وږي پر يوولسمه کابل ته راغلی.
ویل کېدل دا سفر د طالبانو په غوښتنه شوی و. د فیض حمید د نورو لېدنو کتنو او سفر خبرونه رسنیز نه شول. طالبان وایي، چې له پاکستان سره د پولو پرانیستل د دغه سفر موخه وه. د طالبانو د ویاند په وینا، پاکستان وړاندېز کړی، چې د کابل امنیت د ټينګښت په برخه کې مرسته کوي. هغه وړې ویډیوګانې چې د فیض حمید له خبرو نه د کابل سیرینا هوټل کې ثبت او خپرې شوې دي، هغه په دې لنډو ویډیوکلیپونو کې خبریالانو ته وایي:«اندښمن مه اوسئ، هر څه به ښه شي.» د پاکستانیو رسنیو د راپورونو له مخې د فیض حمید سفر یوازې د یوې ورځې لپاره و.

د طالبانو د سرپرستې کابینې اعلان

پنجشیر ته د طالبانو ننوتلو سره همهاله، د طالبانو سرپرسته کابینه هم اعلان کړه. د کابینې دې اعلان سخت غبرګونونه لرل. د وږي پر شپاړسمه طالبانو د وزیرانو رئیس او د کابینې غړي اعلان کړل. د طالبانو نوی کاببنه ۳۳ تنه تشکیلوي. ملا محمدحسن آخند له دوو مرستیالانو سره د رئیس والوزرا په توګه وګمارل شو، چې ملاعبدالغني برادر او ملا عبدالسلام حنفي یې مرستیالان دي. د ملا محمدعمر زوی، مولوي محمدیعقوب د دفاع وزیر، سراج الدین حقاني د کورنیو چارو او امیرخان متقي د بهرنیو چارو وزارتونو د سرپرستانو په توګه د طالبانو له لوري وګمارل شول. په همدې توګه ملا هدایت‌الله بدري د مالیه وزرات، شیخ مولوي نورالله منیر د پوهني وزرات، ملا خیرالله خیرخواه د اطلاعات او فرهنګ وزارت، قاري دین محمد حنیف د اقتصاد وزارت، شیخ نور محمد ثاقب د حج او اوقافو او عبدالحکیم شرعي د عدلیې وزارت د سرپرست په توګه ګمارل شوي دي.
همداراز ملا نورالله د سرحداتو او قبایلو وزارت، ملا محمدیوسف اخندزاده د کلیو او پراختیا، شیخ محمدخالد امر بالمعروف نهي منکر، ارشاد او دعوت وزارت، ملا عبدالمنان د ټولګټو وزارت، ملا محمدعیسی د معادن او پېټروليم وزارت، ملا عبدالطیف منصور د اوبو او بریښنا وزارت، ملا حمیدالله اخندزاده د هوانوردۍ او ټرانسپورټ وزارت، مولوي عبدالباقي حقاني لوړو زده کړو وزارت، مولوي نجیب الله حقاني د مخابراتو وزارت او خلیل الرحمان حقاني د کډوالو چارو وزارت د سرپرست په توګه د طالبانو له لوري د چارو د ادارې په موخه ګمارل شوي.
طالبانو ملا عبدالحق وثیق د استخباراتو د ادارې سرپرست نومولی، مولوي فصیح الدین لوی درستیز، حاجي محمدادریس د افغانستان بانک رييس او مولوي احمدجان احمدي د چارو ادارې د سرپرست رييس په توګه ګمارلي دي.

د طالبانو له لوري د کابینې اعلان د یو شمېر هېوادونو له بېلابېلو غبرکونو سره مل و. له پاکستان پرته ځینو هېوادونو د طالبانو کابینه ټول‌شموله ونه بلله. امریکا د دا ډول کابیني څخه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، د دې کابیني په جوړښت کې داسې کسان هم شته، چې له کلونو راهیسې د دوی په تور لیست او تعقیب لاندې دي. د امریکا ډاګېزه ګوت‌نیونه د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني ته وه. امریکا د هغه د نیولو پر سر پینځه میلیونه ډالر جایزه ټاکلې وه او کله چې د طالبانو له لوري د کورنیو چارو د سرپرست وزیر په توګه وګمارل شو، دا جایزه لس میلیونو ته پورته شوه. د هېواد سیاسي مشران هم د دا ډول کابیني اعلان باندې نیوکه کړې او دا یې د قدرت انحصار، قومي سیاست بللی دی.
دوی کواښ کړی، چې د قدرت انحصار او قومی سیاست له ماتې سره مخ کېدوونکی دی. د ملي مقاومت جبهې د طالبانو له لوري د اعلان شوې کابینې پر وړاندې غبرګون څرګند کړی او ویلي یې دي، چې د هېواد له سیاسي او مسلکې اشخاصو سره تر مشورو وروسته به د « ځواب‌ویوونکي، انتقالی حکومت حکومت» طرحه اعلان کړي. دې جبهې د طالبانو له لوري اعلان‌شوې کابینه غېرقانوني او له خلکو سره دوښمني بللی ده. دې جبهې خلک د طالبانو پر وړاندې قیام ته هڅولي او نوی حکومت یې افغانستان، سیمې او نړۍ ته ګواښ بللی دی.

په کابل او ځينو نورو ښارونو کې د لاريونونو ترسراوی

کابل ته د طالبانو له ننوتلو درې ورځې وروسته د وږي پر اووه‌ويشتمه یو شمېر ښځو په کابل کې سوله‌ييز لاریون وکړ. دوی د لاریون پرمهال د پخواني ولسمشر غني محاکمې تر څنګ په ټولو چارو کې د ښځو د ونډې غوښتنه وکړه. په داسې حال کې چې د طالبانو په نوې کابینه کې هیڅ ښځینه نه شته او نه هم کومه داسې اداره ، چې د ښځو د چارو اړوند وي. په ښکاره توګه یې د ښځو چارو وزارت هم له منځه وړی، طالبانو دا چاره د ښځو له سخت غبرګون سره مخ شوې او په کابل، هرات، بلخ، نیمروز، غور، بدخشان، تخار، کاپیسا او پروان کې ښځو د وږي له یوولسمې تر اوه‌لسمې پورې لاریونونه وکړل او طالبانو څخه یې د خپلو حقونو خوندي کول وغوښتل. په داسې حال کې چې د طالبانو د کابینې او د احمدمسعود له لوري د ملي جبهې تر عنوان د ملي قیام خبره یو ځای شوه، د وږي پر پنځلسمه کابل ښاریان چې زیات شمېر یې ښځې وې، سرکونو ته راووتل او د پاکستان خلاف یې شعارونه ورکړل. په سبا او بل سبا یې دا لاریونونه لا پراخ شول او د کابل ښار ډېرو سیمو ته یې سر ورسېد. دا لاریونونه د بېلګې په توګه د کارته پروان لاریونوال د طالبانو له لوري وډبول شول او یو شمېر ښځې خو لا د عزیزې بانک تر څنک ځمک‌تلي کې د څه وخت لپاره بندیانې شوې. د دې لاریون کوونکو اساسي شعارونه «مرګ په پاکستان» او «آزادي» و. طالبانو دا لاریونونه بند او اعلان یې وکړ، چې بغېر له اجازې هر ډول لاریون په دې حساسو شرایطو کې بلواګري حسابېږي او قانوني چلند به ورسره وشي.
طالبانو ان خبریالانو ته هم د دې مدني حرکتونو د خبري پوښښ اجازه ور نه کړه، طالبان باوري دي، چې د ښځو له لاريونونو له هېواده بهر کړۍ ملاتړ او د طالبانو د بندنامۍ هڅې کوي. سره له دې یو شمېر خبریالان چې د دې مدني حرکتونو خبري پوښښ په موخه تللي و، د طالبانو له لوري تر نیول کېدو وروسته سخت وربړول شول.

طالبانو د کابینې له اعلان سره سم د پوهنتونو بیا پېل لپاره هم د نوي کرڼلاره جوړه کړه. د دې پرېکړې له مخې د ښځینه او نارینه زده کړیالانو ټولګي دې جلا کړل شي. هغه ټولګي چې لږ تر لږه ۱۵ ښځینه زده کړیالانې لري د پردې په اچولو سره دې له یو بل پېل شي. پر دې هر څه سربېره انجونې باید له هلکانو نه پینځه دقیقې مخکې رخصت کړل شي او ټولګېو ته د ننوتلو پرمهال پینځه دقیقې وروسته دننه شي. دې پرېکړې سخت غبرګونونه را پارولي او خلک د دې پریکړې د لغوې غوښتونکي دي.

«طالبانو ته منسوب کسان» په دایکندي او کندهار کې خلک په زوره له کورونو وتلو ته اړباسي

تازه تازه د اروزګان د ګېزاب ولسوالۍ یو شمېر اوسېدوونکي د طالبانو له لوري د دایکندي ولایت سیمو ته شړل شوي. د کندهار خلکو ادعا کړې، چې طالبانو ته منسوب پوځيان یې په زوره د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ باسي. د وږي پر دوه‌ويشتمه دايکندي ولایت کې خلک د طالبانو پر وړاندې ودرېدل او له دې یوه ورځ وروسته کندهار کې هم خلکو د طالبانو پر وړاندې لاریونونه وکړل.
لاریون‌کوونکو ویلي، طالبانو شاو خوا ۳۰۰۰ کورنۍ د کندهار لومړۍ ناحیې اړوند له خپلو کورونو وتلو اړ کړي دي. دې کورنیو د «زړې فرقې» په نوم یوه سیمه کې کوي. دا هغه کسان دي، چې اکثر سرپرستان یې کورنۍ ته نفقه ګټوونکي دي او په مخکني حکومت کې یې دندې له لاسه ورکړي دي. دې خلکو ته د دفاع وزارت په ځمکو کې د اوسېدو لپاره ځمکې ورکړل شوې وې. همدارنګه یو شمېر ویډیوګانې خپرې شوي دي، چې په دایکندي کې هم طالبانو هزاره قومونه په زوره له کورونو را ایستلي دي. په دې ویډیوګانو کې ځایي اوسېدوونکي ادعا کوي، چې یو شمېر کسان چې ځانونونه طالب چارواکو سره تړلي بولي هڅه کوي، دایکندي کې ځمکې په زوره غصب کړي. کندهار کې طالبانو د دې ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي، مګر د دایکندي لپاره د طالبانو قوماندان صدیق‌الله عابد ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، امکان لري دا خبر ناسم وي. د هغه په وینا دا ډول خبرونه د دوښمن تبلیغات دي، مګر که کوم کس یا ډله د طالب په نوم دا چاره وکړي، د طالبانو له لوري ورته اجازه نه ورکول کېږي.

د بې‌کارۍ زیاتوالی او اقتصادي ستونزې

کابل ته د طالبانو له ننوتلو او د پخواني حکومت سقوط سره هممهاله د هېواد بانکونه هم له ستونزو سره مخ شوي. یو شمېر هېوادوالو له بانکونو نه پيسې را ایستلي او دا چاره د قیمتونو د لوړوالي سبب شوی دی. له هغه ورځې چې کابل د طالبانو په لاس کې دی، د یو امریکایي ډالر پلور ۹۶ افغانۍ ته ورسېد او مرکزي بانک امر کړی، چې شخصي بانکونه د ۲۰۰ ډالر او یا د ۲۰ زره افغانۍ ورکوي. اوس دا بانکونه له ستونزو سره مخ دي او په یو شمېر ولایتونو کې تر اوسه نه دی فعال شوی. دا چاره د ګڼ شمېر ستونزو لامل شوې.

له بل لوري، ګڼ شمېر د سقوط په اړه بېلابېل نظریات لري. که څه ځینې د طالبانو راتګ ته خوښ او ځینې نور بیا خوښ نه دي. د هېواد اوسېدونکي ادعا کوي، چې د طالبانو راتګ سره د ژوند نظم له منځه تللی او اقتصاد هم صفر ته را ښکته شوی دی. د هغوي په وینا د طالبانو له راتګ سره یې عواید له لاسه ورکړي دي. جمشید د کابل یو اوسېدوونکی دی او کسب یې موچي‌ګري ده. هغه وایي، له هغې ورځې چې طالبان راغلي عواید یې د پام وړ کم شوي دي. هغه زیاتوي، چې له دې وړاندې یې هره ورځ شاو خوا ۱۰۰۰ افغانۍ عواید ترلاسه کاوه، خو دا شمېره ۲۰۰ افغانيو ته ټېټه شوې ده. جمشید وایي: «زما د کورنۍ غړي پینځه تنه دي، په کرایي کور کې ژوند کوم، يوازې زه د نفقې ګټوونکی يم. په ۲۰۰ افغانیو سره څه واخلم. درمل واخلم، ډوډۍ واخلم، کرايه و کړم، څه وکړم.»
د جمشید په څېر ګڼ شمېر هېوادوال شته، چې یو کار یا دنده یې له لاسه ورکړې او یا د اقتصادي رکود سره مخ دي. په همدې حال کې طالبان مني چې بې‌کاري او بېوزلې ډېره شوې ده. دوی وایي پروګرامونه شته او ژر به عملي شي. له بلې خوا نړیوالې ټولنې هم د فقر د کچې لوړېدو له امله خبرداری ورکړی دی. تازه د ملګرو ملتونو د بشردوستانه همکاریو ناسته ترسره شوې، چې د معیشتي ستونزو حل برخه کې مرسته کوي. په دې ناسته کې د نړۍ هېوادونو له افغانانو سره ۱،۲ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.
د بهرنيو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د وږي پر درويشتمه د یوې خبرې ناستې پرمهال له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د پخواني حکومت سره مرسته شوې پېسې دې د طالبانو حکومت ته ورکړي.

ورته لیکنې

Back to top button