د جلال‌اباد د صرافیو په مارکېټ کې د ځای‌پرځای شوي ماین د چاودنې له امله یو تن مړ او پنځه نور ټپیان شول

۸صبح، ننګرهار: ننګرهار کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي، چې د دغه ولایت د مرکز جلال‌اباد ښار د صرافیو په مارکېټ کې د ځای‌پرځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله یو کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.

ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، چې دا پېښه ماسپښین ۲:۰۰ بجې سه‌شنبه د لیندۍ پر ۱۵ نېټه د جلال‌اباد ښار د صرافیو په مارکېټ کې شوې ده.

د هغه په وینا وژل شوي کس په همدې مارکېټ کې صرافي لرله.

د ننګرهار په حوزه‌یي روغتون کې یوې سرچینې، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې دغه روغتون ته یو ټپي لېږدول شوی او د مولوی نصرت‌الله په نوم یو صراف د سخت ټپ له امله مړ شوی دی.

اخوا عیني شاهدانو د پېښې له ځایه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې په دې پېښه کې مولوي نصرت‌الله مړ او ۱۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

د عیني شاهدانو په وینا صرافانو پر ځاني زیانونو سربېره ډېر مالي تاوان هم لیدلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې موده مخکې په جلال‌اباد ښار کې یوه چاودنه وشوه او له امله یې شپږ تنه ټپيان شول.

ورته لیکنې

Back to top button