په کاپيسا، هرات او بادغيس کې د ټرافیکي پېښو له امله يو تن وژل شوى او ١٦ نور ټپيان دي

۸صبح، کابل: سیمه ییزې سرچینې وايي، چې په کاپیسا، هرات او بادغیس ولایتونو کې د درېیو ټرافیکي پېښو له امله لږ تر لږه یو تن وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
په کاپيسا کې سرچينې وايي، په دغه ولايت کې د يوې ټويوټا کرولا د چپه کېدو له امله د يوې کورنۍ لس غړي ټپيان شوي دي.
دغه پېښه دوشنبه شپه شاوخوا ۸:۰۰ بجې د وږي میاشتې په ۲۷مه د «سنګ بریده» په سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د یوې کورنۍ غړو غوښتل له ننګرهار ولایت څخه د کاپیسا تګاب ولسوالۍ ته لاړ شي.
په همدې حال کې په هرات ولایت کې سیمه ییزې سرچینې هم وايي، چې د پنجشنبې ماښام د وږي میاشتې په ۲۳مه د دې ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د طالبانو رینجر موټر یو موټرسایکل د ټایرونو لاندې کړ او د دې ډلې موټر چپه شو.
د دې پيښې په پایله کې د يوه موټرسايکل د سپرلۍ په ګډون څلور تنه طالبان ټپيان شول.
په بادغیس کې سیمه ییزې سرچینې هم وايي، چې د شنبې په ورځ سهار د وږي میاشتې په ۲۵مه د دغه ولایت په قادس ولسوالۍ کې یو سراچه ډوله موټر له سړکه واوښت او چپه شو.
د دې پېښې په پایله کې یو تن مړ او یو بل ټپي شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې په هېواد کې ټرافیکي پېښې زياتې شوپ او لامل يې د موټر چلوونکو بې احتياطي او د سړکونو خرابوالى بلل شوى دى.