د ښځو د برحقو ازاديو ټاکونکې، يوازې ښځې دي! له ورځپانې چلوونکي، پرويز کاوه سره، د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې مرکه

د ۸صبح پښتو مجله

د سولې خبرو اترو له پيلېدو وروسته او هممهاله د مذاکراتو په لړ کې، د ښځو د حقونو له پامه غورځولو په اړه، د ځينو ښځينه فعالانو لخوا، د اندېښنو په لرلو سره ځيني دې موضوع ته په اشارې سره وايي چې هېڅ ډله بايد د ښځو حقونه په ګوته نکړي؛ بلکې خپله ښځې بايد خپلې غوښتنې او ازادۍ تعريف کړي.
د ورځپاڼې مسوول او ژورنالیست، پرويز کاوه د مدني ټولنې او بشري حقونو له شبکې سره په مرکه کې وايي:
شونې ده، چې د سولې په مذاکراتو کې د ښځو اړوند هر ډول بحث، د هغوی پر ازادۍ، د ځينو محدوديتونو لګول له ځان سره ولري او له همدې امله بايد ښځې پخپله خپلې ازادۍ وټاکي او تجربه یې کړي: «د ښځو ازادۍ باید دوی خپله وټاکي. ښځې بايد د بشري ټولنې د يو واقعیت او يوه اصل په توګه، په رسميت وپېژندل شي او خپلو ازاديو ته لار پيدا کړي؛ يعنې د ښځو په اړه د مذاکراتو وروستۍ پايله بايد دا وي چې هېڅوک د دوی د ازادۍ د اخیستو اجازه ونلري.»
شبکه: دې ته په پام سره، چې هغه څه چې تر دې دمه په مذاکراتو کې تېر شوي، تر کومې اندازې کولی شو چې له دغو مذاکراتو د داسې پايلې لاسته راوړلو تمه ولرو؟
کاوه: زما په نظر هغه څه چې تر دې دمه په مذاکراتو کې پېښ شوي، لومړني پړاوونه او خبرې اترې دي او په همدې دليل نه پوهېږم چې د ښځو د ازاديو په تړاو بايد څومره هيله من يا اندېښمن واوسو، خو په هر حال، د هېوادوالو د فردي ازاديو او په ځانګړي توګه د ښځو د ازاديو په برخه کې اندېښنې شته او زه فکر کوم چې دا اندېښنې بايد مطرح شي او د مذاکراتو اړخونه يې په اړه ځواب ووايي.
شبکه: آيا د دولت د مرکچي پلاوي ظرفيت دومره دی چې داسې طمعه ترې وشي؟
کاوه: زما په اند مرکچي پلاوی له قومي، جنسيتی،‌ د پوهې کچې او له ټولنې سره د اړيکو له اړخه ډېر متنوع دی او دا هيله بښونکې ده. له بل پلوه د افغانستان ډېرې مطرح او فعالې څېرې په خبرو کې ونډه لري چې په پوره مېړانې او جرات سره د خلکو د بېلابېلو اندېښنو په اړه بحث او ترې دفاع کولی شي.‌ په ټوله کې زما په باور، دا ټيم به تنوع ته په کتو سره، له تېرو شل کلنو لاسته راوړنو په ښه توګه استازيتوب وکړي.
شبکه: د ښځو د فعالينو يوه اندېښنه چې ښځو څو څو ځله ورته اشاره کړې، داده چې د مرکچي پلاوي ښځينه غړې، ډېری یې د سياسي ګوندونو لخوا په پلاوي کې برخه لري او ښایي چې يوازې ددغو ګوندونو د ګټو په اړه خبرې وکړي. په دې اړه ستاسې نظر څه دی؟
کاوه: زه فکر کوم دا اندېښنې به د مذاکراتو تر پايه پورې وي، خو باور لرم تر هغو چې د سولې په بهیر کې د خلکو ګټې تضمین نه شي، هېڅ حزبي، سمتي او ټيمي ګټې به کارنده نه وي. بې له شکه کېدای شي چې د افغان ښځو ګټې د ډله ييزو او ګوندي ګټو منعکسکوونکې واوسي؛ خو د دولت د مرکچي پلاوي د ځينو غړو په اړه چې کومه پېژندګلوي زه لرم، د هغه په اساس ويلی شم چې هغوی په ازاديو باوري دي؛ ځکه چې ددې ازاديو له منځه راپورته شوي او ورسره لوی شوي دي. که څه هم کله چې د مذاکراتو په اړه خبرې کېږي؛ نو پرته له شکه چې راکړې ورکړې هم وي او د امتياز د ترلاسه کولو لپاره بايد يو امتياز پرېښودل شي، خو هغه امتيازونه چې د افغانستان خلکو او په ځانګړي توګه ښځو پورې اړه لري، د دولت د مرکچي پلاوي له لوري په رسميت پېژندل شوي دي او د معاملې وړ به نه وي.
په دې تړاو د مدني ټولنو او ښځو له لوري پر حکومت فشارونه شته او فکر کوم مرکچي پلاوی په دې حد کې نه دی چې د ښځو له حقونو د تېرېدو واک دې ولري. تر هغه ځايه چې پوهېږو د دولت دريځ له جمهوريته دفاع او له اوسنۍ فضا استازولي ده. کله چې د جمهوريت په اړه خبره کېږي، نو په دې کې د ښځو ازادۍ، په ټولنه کې د ښځو او ځوانانو ونډه او د رسنيو رول شامل دي. دا ټول په هغه جمهوريت کې راځي چې موږ يې دفاع کوو، نو په همدې دليل فکر کوم چې د ښځو له حقونو تېرېدل؛ نه د مرکچي پلاوي او نه هم د افغان دولت غوښتنه ده.
شبکه:‌ ستاسې په نظر له هغې ډلې سره خبرې اترې چې ښه مخينه او په ځانګړي توګه له ښځو سره ښې اړيکې نه لري، څنګه به ښه پايله ولري؟‌
کاوه: هغه معلومات چې د خبرو اترو له جريانه رسنيو ته رسېدلي دي، دا مسئله بيانوي چې طالبان د هغه څه په اړه چې په تېرو کلونو کې په افغانستان کې پېښ شوي او په واقعيت اوښتي دي، دا ټول ګوري او په يو ډول يې منلي دي.‌ له دې ډلې څخه يو يې د ښځو ازادي ده. هغه ډ‌لې چې د مدني ټولنو او رسنيو په استازيتوب دوحې ته تللي،‌ د طالبانو له ټيم سره یې خبرې اترې کړي او ددې ډلې چلند له دوی سره ښيي چې دا قوتونه د طالبانو ډلې لخوا په رسميت پېژندل شوي دي. بايد دا هم په پام کې ولرو چې د افغانستان د سولې په تړاو د سيمې په کچه، د نظر يووالی او اتفاق شته او د سيمې هېوادونه او نړۍ هيله لري چې د افغانستان څلوېښت کلنه جګړه پای ته ورسېږي. ددې ترڅنګ د نړۍ په کچه د ښځو په اړه اندېښنې مطرح دي چې نشو کولای په سادګۍ ترې تېر شو.
زه فکر کوم داخلي او نړيوال بنسټونه په تلپاتې او دومداره توګه د افغانستان ښځو له حقونو دفاع کوي، د ښځو د حقونو اهميت مطرح کوي او د خبرو اترو په پای کې د دوی د ازاديو لپاره به د تضمين غوښتونکي شي او دغه فشارونه به بالاخره د ښځو د ازاديو د ساتنې سبب شي.
شبکه: ځيني په دې باور دي هغه بدلونونه چې د ښځو د وړتياو په کچه د طالبانو له ړنګېدو وروسته- په تېرو کلونو کې-ترلاسه شوي دي، دا فرصت به طالبانو ته ورنکړي چې د خپلې واکمنۍ پر مهال قوانين بياځلې عملي کړي. تاسې په دې اړه څه فکر کوئ؟
کاوه: زه هم له دې موضوع سره همغږی يم. هغه ځواک چې نن په افغانستان کې رامنځته شوی، له هغه ځواک څخه پياوړی دی چې په اويايمه لسيزه کې رامنځته شوی. په هغه وخت کې وروسته له کورنيو جګړو، په هېواد کې د طالبانو د حضور شاهدان وو. د ښځو د حقونو د دفاع ډېری فعالینو افغانستان پريښی ؤ او په همدې دليل د ښځو د فعاليت په برخه کې يوه ګډو‌ډي رامنځته شوې وه. له بله پلوه د کورنيو جګړو په زیاتوالي ځپونکي خوځښتونه رامنځته شول، نو په همدې اساس خلک د طالبانو واکمنۍ ته تسليم شول. خو نن واقعيت بل ډول دی. نن ورځ افغان مېرمنې د پام وړ فعاليتونه لري او د دوی رول ثابت شوی دی. د افغانستان د اوسني ځوان نسل غوښتنې توپير لري؛ هغوی له ازادۍ سره عادت شوي دي او په آسانۍ ترې نه تېرېږي او زه فکر کوم چې تېره تجربه به تکرار نشي. اوس د سولې په مذاکراتو کې له ښکېلو اړخونو زموږ طمعه داده چې دا ازادي په رسميت وپېژني او کنه زما په باور هغه سوله چې د ټولنې په ټولو پرګنو کې په رسميت ونه پېژندل شي، دوامداره به نه وي.
شبکه: ستاسې په اند سربیره پر ناامنۍ نور کوم عوامل دي چې د افغان مېرمنو د پرمختګ مخه نيسي څه دي؟ په يوه عبارت که فرضا د ښځو په اړه د طالبانو تګلاره بدلون ومومي، نو بل څه د ښځو لپاره ستونزې جوړولای شي؟
کاوه: لومړی دا چې زه فکر کوم موږ بايد د افغان ښځو د دفاع په برخه کې لا هم د منسجم کېدو په لور لاړ شو. هرڅومره چې دا حرکتونه منسجم شي، نو د ښځو د حقونو د ټاکلو او تعريف په اړه به ښه زمينه ولرو. تر دې دمه هغه څه چې د ښځو د حقونو په اړه مطرح شوي دي، فردي حرکتونه دي او په دې برخه کې لوی او منظم حرکتونه ډېر لږ رامنځته شوي دي. دغه ګډوډي کولای شي چې د ښځو له حقونو د ناوړه اخيستون لپاره زمينه برابره کړي او يا هم د ښځو د حقونو په اړه د انحراف زمينه برابره کړي. په همدې دليل زما په نظر که مذاکرات پايلې ته ورسېږي او د سولې بحث وروستی شي، نو يو هغه بل لامل چې کولای شي د ښځو حقونه محدود کړي، هغه په ټولنه کې د افراطي او بنسټپاله ځواکونو خوځښتونه دي. دوی کولای شي چې په فشار او مختلفو تبليغي تګلارو سره، په ټولنه کې د ښځو د حضور مخه ونيسي، چې دا ښځو ته يوه لوی ګوزار کېدلای شي.
دې موضوع ته په پام سره، ښځې بايد په دوامداره توګه د خپلو غوښتنو د مطرح کولو په لټه کې وي، په ټولنه کې خپله فعاله حضور ولري او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره يو او واحد غږ ولري.
شبکه: د سولې د خبرو اترو پيل د هېوادوالو لپاره څه اندېښنې او هيلې له ځان سره لرلي دي؟
کاوه: فکر کوم د ښکېلو اړخونو لپاره د خبرو اترو فرصت، د څلوېښت کلنې جګړې د پای ته رسېدو په تړاو يې د افغانانو ترمنځ ترټولو لويه هيله مندي پيدا کړې ده. خلک هيله مند دي چې رامنځته شوی فرصت په هېواد کې د سولې او ټيکاو لپاره ترټولو ښه زمينه وي او بالاخره به تلپاتې سولې ته ورسېږو. په دې کې متفاوته موضوع داده چې افغانان د تېرو تکراري او کورنيو جګړو څخه دومره ستړي شوي دي چې اوس يوازې همدا هيله لري چې امنيت ټينګ شي او جګړه ودرېږي، په داسې حال کې چې دا واقعي سوله نه ده او سوله ځانته ځانګړې زاويې او اړخونه لري. تر هغو چې واقعي سوله رانشي، نو د جګړې درېدل، د خلکو لپاره سوکالي نشي رامنځته کولای. يوه اندېښنه داده چې د سولې اړوند مسائلو په اړه بحث، په اوسنيو شرايطو کې، يوازې د جګړې درېدو باندې ولاړ دی.
ښاغلی کاوه وايي چې، په مختلفو هېوادونو کې د سولې تجربې ښيي چې تلپاتې سولې ته رسېدل، کلونه وخت نيسي او د جګړې درېدل ښايي لومړنی ګام وي، خو د سولې په اړه بحث به دوام مومي او هغې سولې ته رسېدل چې د ښځو د حقونو په شمول، ټول اړخونه او جوانب پکې په پام کې ونيول شي- پرته له شکه چې کلونه کلونه وخت ته اړتيا لري، هغه هم په دې شرط چې د سولې په اړه د خبرو اترو څخه ژر لاس وانخيستل شي.

يادونه: دا مطلب د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې لخوا ترتيب شوی دی. د ۸صبح پښتو مجله يوازې ددې مطلب د چاپ مسووليت په غاړه لري.

ورته لیکنې

Back to top button