۸صبح، کابل: طالبانو ادعا کړې، چې په کابل ښار کې یې د داعش پر یوه پټنځای د عملیاتو په پایله کې د دغې ډلې دوه جنګیالی وژلی او یو بل یې ژوندی نیولی دی.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په یو لړ ټویټونو کې ویلي، چې دغه عملیات یکشنبه ماښام د کب میاشتې پر اوومه نېټه د کابل ښار د ۱۷ حوزې اړوند د خیرخانې کوتل په ذاکرین ښارګوټي کې شوي دي.
د مجاهد په وینا، په دې عملیاتو کې د داعش جنګیالیو یو د ځانمرګی واسکټ او یوه اندازه مهمات هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
د طالبانو وياند ادعا وکړه، چې په دې عملياتو کې د دغې ډلې جنګياليو ته زيان نه دى اوښتى.
تر دې وړاندې د کابل ښار د ۱۷ ناحیې اوسېدونکو په ذاکرین ښارګوټي کې د داعش وسلهوالو او طالبانو ترمنځ د نښتې پر مهال د شاوخوا ۱۵ چاودنو غږونه اورېدلي وو.
تېره اونۍ هم طالبانو ادعا کړې وه چې د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند کارته نو سیمه کې یې د داعش پر یوه پټنځای برید کړی. تر اوسه د دې پېښې جزیات هم نه دي په ډاګه شوي.