په ننګرهار کې د نارنج ګل دودیزه مشاعره تېره شپه په داسې مهال ترسره شوه، چې ځایي فرهنګیان او شاعران پکې د طالبانو د استخباراتو ادارې د کنټرول او د طالبانو په تبلیغاتي غونډې د دغې لرغونې مشاعرې د بدلیدو شکایت کوي.
یو شمېر شاعرانو ۸ صبح ته د نوم نه خپریدو په شرط وویل، چې په دې مشاعره کې د طالبانو د استخباراتو د ځایي رئیس او کارکوونکو کنټرول د دې سبب شو، چې د طالبانو له شاعرانو پرته نورو کسانو ته د شعر ویلو وخت ورنه کړل شي او مشاعره طالبي بڼه غوره کړي.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ سیمه ییز رئیس مولوي نور محمد حنیف بیا ادعا کړې، چې مشاعره په ازاده بڼه ترسره شوې او د هېواد د نورو سیمو د شاعرانو ترڅنګ پکې د پېښور مشهورو شاعرانو هم ګډون کړی و.
د ننګرهار یو شمېر فرهنګیان بیا دغه ادعا دروغجنه بولي او وایي، چې مشاعره ټوله طالباني وه.
نارنج ګل مشاعره د افغانستان لومړنۍ منظمه مناسبتي مشاعره ده، چې له ۱۳۴۴ راهیسې د ننګرهار فرهنګیانو پيل کړې او هر کال د حاکمو رژیمونو په همکارۍ ترسره شوی.
مخکې په دغه مشاعره او مېله کې لوړپوړو چارواکو ګډون کاوه او شاعرانو د شعر په ژبه د نیوکو ترڅنګ د ټولنې غوښتنې بیانولې.
د دوی په وینا، د طالبانو له بیا واکمنیدو او پراخ سانسور سره شاعران هم ځپل شوي او په ازاده توګه د شعر ویلو حق نه لري.