د اسلامي همکارۍ سازمان: د ښځو د کار او زده کړو مخنیوی د شریعت او ملت د اجماع خلاف دی

۸صبح، کابل: د اسلامي همکارۍ سازمان اجرايي کمیټې د طالبانو له خوا د ښځو د کار او زده کړو د مخنیوي په وړاندې غبرګون ښودلی دی.
د اسلامي همکارۍ سازمان دوشنبې د مرغومي په نولسمه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې ددې سازمان د اجرايي کمیټې بیړنۍ ناسته ترسره شوې ده.
د اسلامي همکارۍ سازمان ویلي چې دا ناسته د سعودي عربستان په جدې ښار کې د افغانستان د وروستیو بدلونونو د ارزونې په موخه ترسره شوه.
دغه سازمان ویلي چې په افغانستان کې د طالبان له خوا د ښځو د کار او زده کړو مخنیوی، هماغه شان چې د اسلامي همکارۍ سازمان او د اسلامي فقې اکاډمۍ له دې مخکې په دې اړه نظر څرګند کړی، د شریعت او ملت د اجماع خلاف دی.
د ویلو ده چې طالبانو تراوسه د دوی د پرېکړې په تړاو د نړیوالې ټولنې په تېره بیا معتبرو اسلامي سرچینو غوښتنو ته پام نه دی کړی.