۸صبح، کابل: د اسلامي همکارۍ سازمان وایي، چې افغانستان کې د ترهګرۍ درول په دغه هېواد کې د سیاسي ثبات د ټینګښت لپاره بنسټیز شرط دی.
د اسلامي همکارۍ سازمان سه شنبه د لیندۍ پر ۱۵ د یوې اعلامیې په خپرولو مزارشریف ښار کې د حیرتان بندري ښارګوټي د تېلو او ګاز شرکت د کارکوونکو پر لېږدوونکي موټر برید غندلی دی.
دغه سازمان د ترهګریزو بریدونو د عاملانو، پلانوونکو او مالي تامینوونکو د ځواب ویلو پر اړتیا او د هغوی پر محاکمې ټینګار کړی دی.
د اسلامي همکارۍ د سازمان په وینا که افغانستان کې د ترهګرۍ د ودې مخه ونه نیول شي دغه هېواد به سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ثبات ته ونه رسېږي.
سه شنبه سهار مزارشریف ښار کې د حیرتان بندر د تېلو او ګاز شرکت د کارکوونکو پر موټر چاودنه وشوه، چې په پایله کې یې لسګونه تنه مړه او ټپیان شول.
تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت پرغاړه نه دی اخیستی.