اوتونبایوا: طالبان د ښځو او افغانستان راتلونکي ته فکر نه کوي

۸صبح، کابل: افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ پلاوي یا یوناما رییسې په یوه بیانیه کې د طالبانو له خوا له زدهکړو د نجونو د منع کولو پروړاندې غبرګون ښودلی دی.
په دې بیانیه کې، چې چهارشنبه د لیندۍ پر دېرشمه نېټه غرمهمهال خپره شوې د یوناما رییسې روزا اوتونبایوا له زدهکړو د نجونو د منع کولو لپاره د طالبانو د مشر پرېکړه د افغانستان د راتلونکي او ښځو لپاره زیان رسوونکې بللې ده.
اغلې اوتونبایوا ویلي، چې له شپږم ټولګي د پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل او اوس د نجونو د لوړو زدهکړو ممنوعیت، داسې برېښي چې طالبان د افغانستان راتلونکي ته فکر نه کوي.
له زدهکړو د نجونو د منع کولو لپاره د طالبانو پرېکړې پراخ غبرګونونه پارولي دي.