زموږ تاندې هيلې او د تړونونو ناکام شاليد
عبدالوحيد وحيد

موږ د خپل مات و ګوډ اقتصاد بيا رغولو ته سخته اړتیا لرو. دا هغه مهال شونې ده چې د نړیوالې ټولنې او سرپرست حکومت ترمنځ رغنده او اغېزناکې اړیکې رامنځته شي. طالبان او نړیواله ټولنه خپلمنځي اختلافاتو ته داسې حل لاره ومومي چې د زړو شعارونو د تبادلې مخه ونیسي. دواړه خواوې په ځانګړي ډول سرپرست حکومت باید د پياوړي استدلال، عيني واقعيتونو او دقیقو تحلیلونو پر بنسټ، د هغو ځانګړو ستونزو په اړه هوکړه وکړي چې یو له بل سره ګام په ګام رامنځته کېږي او د پلى کېدو وړ وي.
د نړیوالې ټولنې لخوا د نغدي مرستو اوسنى بهير تر يوې کچې افغانستان له بشپړ اقتصادي ناورین څخه ژغورلى، په ځانګړي ډول د خصوصي سکتور بانکونو ته يې د ژوندي پاتې کېدو لپاره انرژي وربښلې او ولس ته د بشري مرستو ورکول د بشري غمیزې رامنځته کېدو په مخنیوي کې اغيزمنه ده خو د هېواد په اقتصادي رغونه کې يې رول دير کم دى.
د اوسني واکمن نظام ستره نيمګړتيا دا هم ده چې په نړيوالو اړيکو کې د انډول رامنځته کولو او ساتلو لپاره اړينه کادري او مسلکي وړتیا نه لري چې اغيزمنه انډوليزه، زموږ له اړتیاو سره سمه او په عينی واقعيتونو ولاړه تګلاره برابره کړي. د طالب مشران له پيښو سره د مخامخ کېدو په مهال د سليقوي څرګندونو او د انډول له پامه غورځولو له امله داسې څرګندونې کوي چې د نورو اړخونو لپاره پاروونکې ګڼل کېږي
له امریکا سره د متقابل درناوي پربنسټ ولاړې رغنده اړیکې جوړول به نه یوازې د افغانانو په ګټه وي، بلکې پخپله د نړیوالې ټولنې او امریکا لپاره هم اړتیا ده. تېرو ناکامو تجربو ثابته کړې چې د نړيوالې ټولنې له اغېزمن ملاتړ پرته په افغانستان کې د اقتصادي او بشري ناورین شتون او دوام په ګاونډیو، اروپا او نورو هېوادونو کې د امنیتي وضعیت په برخه کې يقيناً پخوا هم جدي پایلې لرلې دي او په راتلونکي کې به يې هم ولري.
د نړيوالو رسنيو لخوا د خپرو شويو راپورونو پر اساس امریکا او طالبان د تړلو دروازو تر شا د روغې جوړې لپاره پر يوه ميکانيزم کار کوي او دغه ګام په زړه پورې پرمختګ ګڼل کېږي. هغه څه چې زموږ د تاندو هيلو غوټۍ رژوي د زور کارولو له لارې د نظام نسکورېدو هڅه او له نړيوالې ټولنې سره د تقابل تګلاره ده. موږ د سمون او بدلون لپاره د سياسي هوکړې پلوي کوو او سياسي حل د هيواد د ستونزو يوازینۍ لار ګڼو. د افغانانو په نوښت او مالکیت او د نړيوالې ټولنې غير متزلزل ملاتړ هره هوکړه په هر حال تاوتریخوالي ته له تلو په مراتبو غوره ده.
داسې ښکاري، طالبان تر يوه بريده پوه شوي چې د چين او روسيې په شان ځواکمن هېوادونه هم له افغانستان سره يوازې د خبرو په کچه ژمنې کوي عملاً هغوى هم د امریکا له سور چراغ څخه د اوښتو جرئت نه کوي. بله دا چې ياد هېوادونه طالبان هم د هغوى د نيمګړتياو له امله د باور وړ ملګري نه ګڼي. کېداى شي چې طالبانو ته دا واقعیت په ډاګه شوى وي چې افغانستان د خپلو ملي ګټو په چوکاټ کې د هېوادونو ترمنځ انډول او د هغوى ترمنځ شته سیالیو ته د پام کولو اړتیا شته خو د طالبانو حکومت د نړيوال مشروعیت او اقتصادي ستونزې په عمومي ډول امریکا حل کولاى شي.
طالب مشرتابه باید ومني چې د واک په ترلاسه کولو او يوازیني اجرایوي ځواک په نیولو سره هغوى د کورني او بهرني مشروعیت د ترلاسه کولو مکلفیت ترڅنګ د خپل ولس د ستونزو د حل او هوساینې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. د بين الافغاني مذاکراتو پروسې ختمول په يوازې سر د حکومت کولو هوس، د پخوانيو ژمنو ته شا کول او د نجونو ښوونځيو بندول پر طالبانو د بې باورۍ فضا د رامنځته کولو لامل شوي چې دا چاره افغان ولس ته خورا په لوړه بیه تمامه شوې ده.
د دوحې تړون د يو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې لاسلیک شو خو په څرګند ډول دا په ډاګه شوه چې دا تړون اصلاً د سولې تړون نه، بلکې د امریکا لپاره د ځواکونو د ايستلو او د طالبانو لپاره د واک ترلاسه کولو په موخه د دروازو پرانستلو تړون و. په دې تړون کې د اوربند، اساسي قانون، بنسټونو د ساتلو یا بشري حقونو د خوندیتوب په هکله هېڅ شی نه و. پر متحده ایالتونو بریدونه نه کول پکې ياد شوي و، خو د افغانستان پر اهدافو د بريدونو نه کولو په اړه هېڅ ډول يادونه پکې نه وه.
د بندیانو د ازادولو موضوع پکې ذکر شوې وه، خو بندیان له هغه چا سره وو چې نه د خبرو برخه وو او نه هم د هوکړې اړخ. ښکاره خبره ده چې دغه تړون د يوه هېواد پر ملي واکمنۍ په زغرده تېری و. کابل دا هر څه ليدل خو په واک کې د پاتې کېدو په دروغجنه تمه يې غبرګون نه ښوده. داسې شکونه هم لا کېدل چې طالبان به په ریښتینې توګه له نورو سیاسي اړخونو سره د واک شریکولو په موخه خبرو اترو ته لېوالتیا ولري او په احتمالي توګه د رامنځته کيدونکي ناورين د مخنیوي په تړاو هېڅ ډول پلان موجود نه و.
د تړون د عملي کولو په بهیر کې د امریکايي ځواکونو وتل په حالاتو او د تاوتریخوالي په کمولو پورې مشروط ګرځول او يا هم له هر ډول قيد و شرط پرته د ځواکونو د ايستلو په تړاو د ټرمپ او بايډن حکومتونو متزلزل او متذبذب دریځونو د دوحې تړون نور هم نيمګړى کړ، له بده مرغه کابل له هرې سرې کرښې تېرېده خو موقتي ادارې ته د واک سپارلو غوښتنې ته يې د سولې لپاره د قرباني ورکولو پرځاى د دوحې تړون ته د سخت غبرګون په توګه د نظام نړولو ته لومړيتوب ورکړ. دا هغه بدبخته او کرغېړن انتخاب و چې زيانونه يې يوازې افغان ولس او هېواد ته ورسېدل.
شته واقعيتونو ته له پامه پرته امریکا د دوحې تړون د خيالي بريا د اټکل کولو له امله په افغانستان کې خپل شل کلن شتون قمار ته وړاندې کړ. دغه هېواد د متبادل پلان نه لرلو له امله چې که احياناً د دوحې تړون سبوتاژ کړاى شي نو بيا به څه پېښېږي، دغه قمار بايلوده. د خپلو ولسونو باور يې له لاسه ورکړ، له افغانستان سره کړې ژمنې يې تر پښو لاندې کړې او نړيوال اعتبار ته يې زيان ورسېده. ولسمشر بایډن، پخوانى ولسمشر ټرمپ د یوې کمزورې معاملې کلو له امله پړ ګڼي، او ټرمپ په ولسمشر بایډن د هوکړې د عملي کولو په برخه کې د کمزوري او ټکني مديريت پړه اچوي، خو دا هر څه اوس هېڅ ګټه نه لري.
امریکا او طالبانو د خپلو هغو ژمنو خلاف عمل وکړ چې په بېلابېلو وختونو کې یې له افغانستان، خلکو او له نړيوالې ټولنې سره کړې وې. ښکاره خبره ده چې دغه کار په کور دننه او نړیواله کچه د امریکا او طالبانو د حکومت پر وړاندې کرکې راپارولو ته لاره هواره کړه. همدا لامل دى چې اوس بيا بين الافغاني تفاهم او له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې رغنده ښکیلتیا لا هم د یوه سوله ییز او هوسا افغانستان هدف ته د رسېدو لپاره اړینه چاره ده.
له بده مرغه د افغانستان په تړاو تړونونه او هوکړه ليکونه د ښکېلو غاړو ترمنځ د باور او هوډ د نشتون، د بهرنیو اړخونو د لاسوهنې، د حقوقي تخنیکي او تاکتيکي نيمګړتياو له امله له ولسي هيلو د پوره کولو او له پلان سره سم د عملي کولو په برخه کې ښه شاليد نه لري. د جينوا، د پېښور ګورنر هاوس، مدينه الحجاج راولپنډۍ، ماهيپر، بُن او دوحې تړونونو ناکامېدل يې ښې بېلګې وړاندې کولاى شو. په هر حال امریکا له افغانستانه د خوندي وتلو او طالبان د واک ترلاسه کولو په لټه کې وو. دواړه اړخونه خپلو موخو ته ورسېدل خو افغان ولس ته يې بدبختي او لوږه راوړه او يو ناڅرګند او مجهول راتلونکی یې ور په برخه کړ.