په بادغیس کې پر څه باندې ۳۵۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي او نغدې مرستې وویشل شوې

۸صبح، بادغیس: په بادغیس کې د طالبانو د کلیو پراختیا ریاست وایي، چې د ورلډ ویژن موسسې، په دغه ولایت کې پر ۳۶۱۵ اړمنو کورنیو نغدی او غیرې نغدی مرستې وېشلي دي.

په بادغیس کې د طالبانو د کلیو پراختیا ریاست د معلوماتو له مخې، دغه مرستې د شنبې په ورځ (د غوایي په ۹مه)، د دغه ولایت په قادس او دره بوم ولسوالیو کې وویشل شوې.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په قادس ولسوالۍ کې ۳ زره ۴۹۵ کورنیو خوراکي توکي او په دره بوم ولسوالۍ کې ۱۲۰ کورنیو نغدي مرستې ترلاسه کړې دي.

په دغو خوراکي توکو کې اوړه، غوړي، دال‌نخود، مالګه او د ماشومانو لپاره غذايي مواد شامل وو چې په قادس ولسوالۍ کې پر اړمنو کورنيو ووېشل شول.

په دره بوم ولسوالۍ کې هم هرې اړمنې کورنۍ ته ۵۱۰۰ افغانۍ ویشل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون هم په بادغیس کې له زرو زیاتو کورنیو سره د خوړو نړیوال پروګرام له خوا مرسته وشوه.

ورته لیکنې

Back to top button