په تېره یوه میاشت کې له ایرانه د څه باندې ۶۱ زره افغان کډوالو را شړل کېدل

۸صبح، نیمروز: په نیمروز ولایت کې ځایي سرچینې وایي چې په تېره یوه میاشت کې څه باندې ۶۱ زره افغان کډوال له ایرانه را شړل شوي او یا هم په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شوي دي.
د پنجشنبې په ورځ د وري په ۳مه، ځايي سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، چې په کب میاشت کې ۶۱ زره او ۳۴۳ افغان کډوال د نیمروز ولایت له لارې هېواد ته راغلي دي.
د سرچینو په وینا، ډېری دغه کډوال له ایرانه په زوره را ایستل شوي دي.
د سرچینو معلومات ښيي، چې په کب مياشت کې له ایرانه د افغان کډوالو را ایستل له هغې د يوه مياشت وړاندې وخت په پرتله دوه برابره زيات شوي دي.
د شمېرو له مخې، د روان کال په سلواغې میاشت کې ۳۷ زره او ۱۹۳ تنه افغان کډوال له ایرانه ایستل شوي او د نيمروز ولایت د ورېښمو د پله له لارې هېواد ته را اړول شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې له ايرانه د افغان کډوالو را ایستل او په خپله خوښه د هغوی راتلل له کوم ځنډ پرته هره ورځ دوام لري.