کاپیسا کې په څه باندې ۸۰۰ بې وزله کورنیو د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

۸صبح، کاپیسا: د انساني مرستو د همغږي موسسې یا (CHA) په کاپیسا کې لږترلږه په ۸۲۴ بې وزله کورنیو د خوراکي توکو کڅوړې وېشلي دي.
د کاپیسا د ټولنیزې او معیشتي پروګرام ولایتي مسوول مسیح الله هاروني، جمعه د وري (۲۵مه) له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې دغه مرستې په تېرې یوې اونۍ کې د کاپیسا د ۴۸ پرمختیايي شوراګانو له لارې وېشل شوي دي.
مرسته شویو کڅورو کې اوړه، وریجې، غوړ او نور خوراکي توکي شامل وو.
په همدې حال کې د کاپیسا یو شمېر اوسېدونکي ددغو مرستو د وېش له امله د خوښۍ په څرګندولو وايي نړیوال مرستندویه بنسټونه باید دا ډول برنامو ته دوام او پراختیا ورکړي.
بل لوري ته، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په بادغیس کې د ۶۰ ښوونځیو زده کوونکو لپاره د ښوونیزو کڅوړو د وېش بهیر پیل کړ.
دغه مرستې پنجشنبې د (وري په ۲۴مه) د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالۍ زده کوونکو لپاره پیل او ټاکل شوې ده د را روانې اونۍ تر پایه دوام وکړي.
دغه مرستې په داسې حال کې د نړیوالو مرستندویه بنسټونو له لوري له بې وزلو خلکو سره ترسره کیږي چې پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو راپدېخوا، فقر او بې کاري په بې ساري ډول پراختیا موندلې ده.