په اکتوبر میاشت کې په غزې تړانګه کې د اوربند له پیل را وروسته د اسراییلو په بریدونو کې یو زر او ۱۲۲ کسان وژل شوي او ۵۹۹ نور ټپيان شوي دي.
د غزې دولت رسنیز دفتر سهشنبه د جولای پر ۱۴مه ویلي چې د اوربند له پیل را وروسته اسراییلي ځواکونو څه باندې درې زره وارې له اوربنده سرغړونه کړې ده.
په غزه کې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر پر ۱۰مه د امریکا په منځګړیتوب د اوربند هوکړه وشوه.
له دې مخکې د غزې د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی و چې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر را وروسته په غزې تړانګه کې لږ تر لږه ۷۳ زره او ۹۰ فلسطیني وګړي وژل شوي او ۱۷۳ زره او ۵۵۰ نور ټپيان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په غزه کې لا هم وضعیت ترینګلی راپور شوی او هلته مېشت فلسطیني وګړي له ګڼو ننګونو سره مخ دي.





