له یوه کال زیاته موده کېږي چې هېواد د طالبانو په ګروت کې دی او په دې موده کې د ډیری کسانو لپاره په هېواد کې د ننه او یا هم ښکیل بهرني قدرتونه له دې پوښتنې سره مخ دي چې که چېرې طالبان د خلکو د استازیتوب حق نه لري، خو نور سیاسي او ټولنیز قوتونه نه منظم کېږي څو یو بل ادرس رامنځته او لږ ترلږه پر دې پوه شو چې په سمبولیک ډول کولای شي د طالبانو ځایناستي واوسي. له افغانستان شموله سیاسي او پوځي ځواک څخه تش ډګر په تېر یوه کال کې د طالبانو لپاره ستره نیکمرغي وه او دا ددې لامل شو چې د نړۍ یو شمېر هېوادونو سیاست له دې ډلې سره د تعامل په لور راوڅرخېږي.
ددغې جدي او له اندېښنې ډکې پوښتنې پراخ غبرګون بالاخره ددې لامل شو چې له میاشتو ناندرۍ وهلو وروسته ددې غوټې پرانیستو له پاره لومړی ګام پورته شي او د یوه اتریشي بنسټ په مرسته په ویانا کې د سیاسي ځواک د یوې برخې له پاره زمینه برابره شي ، څو د نورو خبرو اترو له پاره پیل واوسي، د سیاسي ځواک د همغږۍ پر وړاندې د پرتو خنډونو ارزونې، ددې ځواک د منظم کېدو د څرنګوالي او دداسې یوې لارې موندلو په اړه د ناندرۍ وهلو له پاره خبرې اترې چې د طالبانو ټول مخالف ځواکونه پرې یوې هوکړې ته ورسېږي.
په داسې حالاتو کې چې ټوله نړۍ د افغانستان له وضعیته نهیلې ده او دا هېواد د سترو قدرتونو له لومړیتوب څخه نه دی، توره او ویرونکې راتلونکې یې په مخکې ده، هیله دا وه چې په رسنیو کې ددې ناستې د جوړېدو د خبرونو په خپرېدو سره به دا اقدام کیدای شي په نیک فال ونیول شي او له داسې یوه فرصته به په پراخې ګټې اخیستنې سره په راتلونکو ناستو کې د ګډونوال په شمېر کې زیاتوالی راشي او خبرې اترې به دوام ومومي، په ټولنیزو رسنیو کې منفي غبرګونونو په ډاګه کړه چې د طالبانو نیکمرغۍ یوه دوې نه دي؛ ځکه ددې منفي غبرګونونو، بدبینیو کچه دومره وه چې دا ډله نوره هم بې سیاله کړي.
د یادونې وړ ده چې دلته خبره ددې ناستو او دې ته ورته ناستو د ستایلو په اړه نه ده، بلکې خبره له فرصتونو او امکاناتو سره د عقلاني چلند ده.
له کومې ورځې چې د ویانا ناستې خبره زمزمه شوې ده، په لوېدیځو هېوادونو کې د طالبانو دلالانو اتریش هېواد ته د لیکونو او لاسلیکونو په استولو سره هڅه وکړه چې ددې ناستې مخنیوی وکړي او یو شمېر خو یې په ډېره بې شرمۍ ان سړکونو ته راووتل، څو وښيي چې که له نږدې نه شي کولای، له لیرې د طالبانو په وینې بهولو کې شریک دي؛ خو د هغو کسانو پلمو او عیبونو پلټولو ته حیراني وه چې په ظاهر کې د طالبانو مخالف دي باید له هغو څخه وپوښتل شي چې که چیرې د مقاومت جبهې مشر، په ترکیه، اروپا او امریکا کې د میشتو سیاسیونو استازي، د مدني بنسټونو استازي، د پارلمان پخواني وکیلان او نورې سیاسي څیرې داسې ناستو ته د وربللو وړتیا نه لري، نو بیا وړ استازي له کومه ځایه راوستل شي؟
که چېرې پتېیل شوې وي چې په روان وضعیت کې دا کار هم ترسره نه شي، نو څه ډول د طالبانو پر وړاندې یو منظم صف رامنځته شي؟ که چېرې د سیاستوالو ترمنځ هېڅ راز خبرو اترو ته زمینه برابره نه شي، نو بیا کار له کومه ځایه پیل شي؟ عامې ناروغۍ چې «ولې زه نه وم بلل شوی» د یو شمیر کسانو نیوکې راپورته کړې دي، خو د یو زیات شمیر کسانو بیا د مخالفت لامل د دوی بدبیني او ناسم نظر و چې د دوی پر روح او روان یې سیوری غوړولی دی؛ له دې بې خبره چې دداسې منفي، نهیلۍ او بې عمله روحیې په خپرولو سره یوازې د طالبانو د عمر له اوږدیدو سره مرسته کوي. هغه منفي پال چې د طالبانو پر وړاندې په هر ډول اقدام ملنډې وهي، پرته له دې چې پر ځان پوه شي د طالبانو خدمتګاران جوړېږي او په ناغوښتي ډول ددې ډلې خدمت ته ملا تړي.