۸صبح، کابل: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې په کابل کې د دغه هېواد سفیر عبیدالرحمن نظاماني به د امنیت تر ټینګښت پورې افغانستان ته ستون نه شي.
د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې پنجشنبه د لیندۍ پر ۲۴ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې ممتاز زهرا بلوچ قوله راپور ورکړی، چې هېواد یې په کابل کې د خپلو دیپلوماتانو او د خپل سفارت د امنیت ساتلو غوښتنه کوي.
د یادونی وړ ده، چې جمعه مازدیګر د لیندې میاشتې پر ۱۱ کابل کې د پاکستان پر سفیر داسې مهال ډزي وشوې، چې هغه د سفارت په انګړ کې د ګرځېدو په حال کې و.
تر دې برید وروسته داعش د انځورونو په خپرولو سره ادعا وکړه، چې دا برید د دې ډلې دوو غړو کړی او په کابل کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني د برید هدف و.