پاکستان او طالبانو د تورخم له لارې د مسافر وړونکو بسونو پر تګ راتګ هوکړه کړې ده

۸صبح، کابل: د پاکستانی رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان حکومت او طالبانو هوکړه کړې، چې لدي وروسته به د تورخم له لارې، مسافر وړونکوي بسونه تګ راتګ کوي.
ایکسپریس ټریبیون نن شنبه (کب ۲۷)، د پاکستان او طالبانو د استازو ترمنځ د شوې هوکړې د متن کاپۍ په حواله راپور ورکړ چې له دې وروسته به د ننګرهار او پېښور ترمنځ د زمکې له لاري تګ راتګ کېږي.
د خپرو شويو معلوماتو له مخې، دغه پرېکړه د طالبانو د نړيوالې همغږۍ په مرکز کې، د دواړو لورو ترمنځ له خبرو وروسته شوې. او له دې وروسته به له ١٥ تر ٢٠ تنو پورې مسافر په بسونو کې پاکستان ته او برعکس سفر کوي.
ویل کیږي چې پاکستان او طالبان به په تورخم کې د ترمینل په جوړولو سره، د مسافر وړونکو بسونو د تګ راتګ ترتیبات نهايي کړي.
یوې سرچینې ایکسپریس تریبیون ته ویلي: «د دواړو هیوادونو ترمنځ د زمکني سفر اجازې ورکولو پریکړه، د هوایي سفرونو ستونزو ته په پام سره نیول شوې ده. د طالبانو له راتګ راهیسې، هوايي تګ راتګ ستونزمن شوی دی.»