پاکستان او ټي ټي پي، پر ترهګرۍ د پانګونې پایلې

له ډېرې مودې راهیسې د پاکستان پالیسي جوړوونکو پر سخت دریځو او ترهګرو ډلو د پانګونې تګلاره غوره کړې ده، څو له یوې خوا له دې لارې له ګاونډیو هېوادونو سره خپلې نیابتي جګړې مخته یوسي او له بله پلوه له دې لارې د نړۍ له قدرتونو په تېره بیا لوېديځو هېوادونو باج واخلي. دا تګلاره په تېرو څو لسیزو کې د دغه هېواد لپاره ګټوره وه، ځکه  د کمونیزم او بیا د ترهګرۍ  پر وړاندې د جګړې په نوم یې پاکستان ته په میلیارډونو ډالر ورپه برخه کړل او پر دې سربېره د دې لامل شوه چې له اټومي پروګرامه نیولې د هند، ناټو او نورو پر وړاندې تر سیمه ییزو لوبو پورې د د غه هېواد پر پلانونو سترګې پټې شي. خو سیمه او نړۍ تر دې پېچلې ده، چې یو ځواک د ټولو پېښو تګلوری وټاکي او یا بدلونونو د اټکل وړ لوري پرخوا بوځي. پر سخت دریځۍ پانګونه یقیناً تر یوه بریده د ځينو قدرتونو سیاسي ګټې ترلاسه کولای شي، خو هېڅ تضمین نشته چې دا کار به تل له پلان سره سم پر مخ ځي.

د دغه هېواد د طالبانو له تحریک نه چې د ټي ټي پي په نوم یادېږي، پاکستان ته جوړ سرخوږی له افراطیت سره د کار کولو یو له خورا ننګوونکو فصلونو دی. پاکستان په دغه هېواد په تېره بیا پښتون میشتو سیمو کې د سخت دريځو ډلو په پیاوړي کولو سره وتوانېد چې سیکولر ډلې په جدي توګه کمزورې کړي او له سیاسي اسلام سره تړلو ځواکونو ته د رهبرۍ تر کچې ارتقا ورکړي. دغه بدلون د پاکستان له سټراټیژیکې موخې سره سم و، چې له دغه هېواد سره یې په کور دننه د یووالي په رامنځته کولو او له هند سره په جګړه کې د مذهبي انګېزو په ښکېلولو کې مرسته کوله، کوم کار چې سیکولر پښتنو پاکستان ته نه شوای کولی.

خو افراطیت خورا ډیرداسې بالقوه اړخونه لري چې د استخباراتي افسرانو له خیالونو یې اخوا وړي. سخت درېځې ډلې پوهيږي چې د پاکستان حکومتي دستګاه سيکولر ده او ډیری ياد شوي افسران لږ تر لږه د بنسټپالو د تعريف له مخې بې دينه ګڼل کيږي. هغوی اوس هم پوهېږي چې دغه دستګاه له امریکا، اروپا، چین او نورو نړیوالو قدرتونو سره څه ډول معاملې کوي او کله چې شرایط مناسب وي، پر بېلابېلو هېوادونو او ان هند د بنسټپالو د اطلاعاتو د یوې برخې په پلورلو سره لویې سیاسي او مالي ګټې ترلاسه کوي. له همدې امله بنسټپالان له دې ډلو سره د دې دستګاه ښو اړیکو ته د نږدېوالي د یوه تاکتیک په سترګه ګوري چې صداقت او ژمنتیا پکې نشته او هر وخت په دښمنۍ بدلیدلای شي. د ټولو افراطي ډلو هیله د خلافت د نظام جوړول او د شرعي قانون پلي کول دي، چې د دوی په اند د انګریزانو او امریکايانو له لوري د روزل شویو افسرانو له خوا نه شي تر لاسه کېدای او یوازې «متعهد مجاهدین» ورته ملا تړلای شي.

اوس چې پاکستاني طالبانو په افغانستان کې خپله ستراټیژیکه ژورتیا ترلاسه کړې ده او قومي او مذهبي ملاتړورسره دی او ډیرو پرمختللو وسلو او تاسیساتو ته لاسرسی لري، معادلات بدل شوي او د پاکستان حکومت اندیښمن شوی دی. غوره ده، چې هغه حکومتونه چې پر افراطیبت په پانګونې سره خپل کارونه مخته وړي، پر خپل سیاست بیا کتنه وکړي او وپوهېږي چې له اور سره لوبې کوي او هر وخت د دې امکان شته چې د لوبغاړو لاسونه او لمن وسوځوي. حکیم ناصر خسرو ویلي دي:

مارفسای ارچه فسونگر بود/ کشته شود عاقبت از مار خویش

ورته لیکنې

Back to top button