پاکستان او ازبکستان د افغان – ټرانس اورګاډي پټلۍ د تخنیکي مطالعاتو لګښت ورکوي

۸صبح، کابل: د افغانستان د اورګاډي پټلۍ ادارې خبر ورکړی، چې پاکستان او ازبکستان د افغان – ټرانس اورګاډي پټلۍ د تخنیکي مطالعاتو لګښت ورکوي.
د افغانستان د اورګاډي پټلۍ اداره، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت لري سه شنبه د مرغومي پر دیارلسمه د یوې خبرپاڼې په خپرولو پاکستان ته د دې ادارې د سرپرست د سفر خبر ورکړی دی.
د دغې خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د افغانستان د اورګاډي پټلۍ ادارې سرپرست بختالرحمن شرافت د پاکستان د اورګاډي پټلۍ وزارت له معین ظفر زمان رانجا سره په لیدنه کې د افغان – ټرانس د تخنیکي مطالعاتو د ترسره کولو لپاره د بشپړ چمتوالي ډاډ ورکړی دی.
د طالبانو د اورګاډي پټلۍ ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاکستان د رېل پټلۍ وزارت معین د افغان – ټرانس پټلۍ د تخنیکي مطالعاتو لپاره د چمتوالي ترڅنګ ویلي، چې د دغه کار لګښت به په ګډه د پاکستان او ازبکستان له خوا ورکړل شي.
د ویلو ده، چې د افغان – ټرانس د اورګاډي پټلۍ له مزارشریف څخه پیل او تر تورخم پورې غځیږي. دغه لیکه سویلي اسیا له مرکزي اسیا سره نښلوي.