پاکستان افغان محصلینو ته د څلور زره او ۵۰۰ تحصیلي بورسیو له ځانګړي کولو خبر ورکړ

۸صبح، کابل: کابل کې د پاکستان سفارت اعلان کړی، چې دغه هېواد به په راتلونکو درېیو کلونو کې افغان محصلینو ته څلور زره او ۵۰۰ بورسیې ځانګړې کړې.

دغه سفارت سه شنبه د وږي پر ۱۵ ویلي، چې د «علامه اقبال تحصیلې بورسیې» پروګرام له لارې به دغه شمېر زده کړیالان د ازادې سیالۍ له لارې د پاکستان پوهنتونونو ته جذب شي.

د پاکستان سفارت د اعلان پربنسټ د دغو بورسیو له درېیو برخو یوه به یې نجونو زده کړیالانو ته ورکړل شي.

د پاکستان سفارت اټکل کړی، چې له ټول افغانستان څخه به هر کال تر ۳۰ زره زیات کسان د یو زر او ۵۰۰ بورسیو لپاره سیالي وکړي.

د پاکستان سفارت په وینا، افغان محصلینو تر اوسه د علامه اقبال بورسیو له لارې په طبي، انجنیرۍ، کرنې او سوداګرۍ برخو کې د پاکستان په پوهنتونونو کې زده کړې کړې دي.

ورته لیکنې

Back to top button