تېره پنجشنبه د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف جنرال عاصم منیر د پاکستان د پوځ د نوي لوی درستیز په توګه وټاکه. د پاکستان د تر ټولو مهمې او ځواکمنې ادارې مشري به له جنرال جاوید قمر باجوه وروسته څوک کوي، دا پریکړه له ډېرو ننګونو او ستونزو سره مخ وه. په همدې حال کې د جنرال عاصم منیر ټاکل تر ټولو بد خبر و چې د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ته ورسېد. په هغو جنرالانو کې چې د دې چوکۍ لپاره نوماندان وو، عاصم منیر یوازینی نوم و چې عمران خان ترې وېره درلوده. ښايي شهباز شریف د ځان لپاره تر ټولو خوندي انتخاب او د عمران خان لپاره تر ټولو بد انتخاب کړی وي. رښتیا هم جنرال عاصم منیر څوک دی؟ د عمران خان لپاره د هغه ټاکل څه معنی لري؟ د خان او جنرال منیر تر منځ کړکیچ ترکوم ځایه رسېږي؟
جنرال عاصم په داسې حال کې چې پاکستان له سختو مالي بحرانونو سره لاس او ګرېوان دی، د هېواد د پوځ مشري په ډېر حساس حالت کې پر غاړه اخلي. وروستي سیاسي کړکیچونه، د عمران خان د هیواد په کچه پراخ لاریون، پراخ اقتصادي او مالي بحران، د پاکستانۍ کرنسۍ په بیه کې بې ساري کمښت، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان سیمو کې د وسله والو د بریدونو شدت او د موسمي سیلابونو ناورین پاکستان په یوه پراخ بحران او ناورین کې ښکیل کړی دی. په دې سختو حالاتو کې جنرال عاصم منير د پوځ لوي دریستېز ټاکل شوی.
جنرال عاصم منیر څوک دی؟
جنرال منیر د مانګلا د افسرانو د روزني کالج څخه فارغ شوی دی. هغه په اوسني وخت کې تر ټولو پخوانۍ او تجربه لرونکی دوه ستوریز جنرال دی، چې د دی ټولو سره په عین وخت کې په ایبټ اباد کې د پاکستان له پوځي اکاډمۍ څخه فارغ شوي دي. د پاکستان د پوځ نوی لوی درستیز یو ښه ریکارډ لری. هغه د مانګلا د کالج څخه د فراغت په اوولسمه دوره کې د ویاړ توره هم ګټلی ده. جنرال منير په تدریجي ډول د پوځ د لوى درستيز تر کچې رارسیدلی او په بېلابېلو څانګو کې يې دندې ترسره کړې دي. کله چې د پاکستان د پوځ اوسنی مشر جنرال باجوه، چې د نومبر په ۲۹مه نېټه تقاعد کېږي، د ایکس قولی اردو قومندان و، جنرال منیر د پاکستان په شمالي سرحدونو کې د هغه تر مشرۍ لاندې دنده ترسره کوله. له همدې کبله عاصم منیر د باجوه د خوښې وړ انتخاب بلل شوی و. کله چې جنرال باجوه د پوځ مشر شو، نو په ۲۰۱۷ کال کې یې جنرال منیر د پوځي اطلاعاتو مشر او وروسته یې په ۲۰۱۸ کې د استخباراتو (آی ایس آی) د مشر په توګه وټاکه. د استخباراتو ریاست هغه ځای و چې د جنرال منیر او عمران خان، چې هغه مهال لومړی وزیر و، ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوه.
د عمران خان او عاصم منیر تر منځ لانجه د څه په سر ده؟
عاصم منیر د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په ۲۵ مه د آی ایس آی د مشر په توګه وټاکل شو. په لومړي سر کې داسې اوازې وې چې عمران خان په دې پوسټ کې د عاصم منیر موجودیت ښه نه احساسوي او په دې اړه یې د پوځ له لوی درستیز سره خبرې کړې دي. په ۲۰۱۸ کال کې جنرال عاصم عمران خان ته راپور ورکړ چې مېرمن یې بشرا بي بي د ځمکې او کور جوړولو مافیا له یوې لویې حلقې سره په مالي فساد کې شریکه ده. په دې حلقه کې فرحت شهزادي او د هغې مېړه احسان جمیل ګجر او څو سرمایه دار شامل وو. هغه مهال عمران خان د عاصم منير راپور رد کړ او دا يې د خپلي مېرمنې او د هغې د نږدې ملګري پر ضد يوه دسیسه وبلله. په ۲۰۱۹ کال کې ځینو پاکستاني رسنیو راپور ورکړ چې بشرا بي بي په لویه کچه په مالي فساد کې ښکیله ده او زیاته شتمني یې ترلاسه کړې ده.
د فرح نوم او د هغې او بشرا بي بي د مالي فساد کیسه په لومړي ځل هغه مهال مطرح شوه چې د تحریک انصاف ناراضه غړي عالم خان او مریم نواز، د مسلم ليګ ګوند مرستيال مشر (د نواز څانګې) پر دې د فساد تورونه ولګول. نوموړی تورنه ده، چې ۱۰ جریبه صنعتي ځمکه یې په ۸۰ میلیونو کلدارو اخیستی، چې د ځمکې ارزښت یې شاوخوا ۶۰۰ میلیونه کلدارې و. خو له فساد سره د مبارزې ادارې په دې وروستیو کې د هغې دوسیه لغوه کړه. په هغې باندې دا تور هم لگول شوی چې په پنجاب کې په انتظامي مقرریو کې د خپل نفوذ څخه ګټه پورته کوي. په هرصورت، د هغه وخت لومړي وزیر عمران خان د هغې دفاع وکړه او ویې ویل چې هغه د “سیاسي انتقام قرباني” شوي ده. هغه وويل چې فرح د لومړي وزير له مېرمنې سره د نږدې ملګرتيا له امله په نښه شوى دى.
عمران خان د دې رسوایې پړه پر عاصم منير واچوله او له جنرال باجوه يې وغوښتل چې د آی ايس آی له څوکۍ دې لرې کړي. د عمران خان د ډېر ټينګار له امله جنرال باجوه عاصم منير ګوجرانواله قول اردو ته ولېږه او پر ځای يې جنرال فيض حميد د ISI مشر وټاکه.
د فیض حمید انتخاب هم بې دلیله نه و. فیض حمید د آی اس آی مشري ته تر رسیدو وړاندې د دغه سازمان د سیاسي همغږۍ د څانګې مسوول و. د دې څانګې دنده د سیاستوالو سره اړیکه نیول دي، او په ځینو مواردو کې، سیاستوال د دې چینل له لارې او د دې څانګې لخوا مطرح کیږي. له دې ادرس څخه یو هم عمران خان مخې ته راغلی. خان په ۲۰۱۸ کال کې د پوځ په مرسته لومړی وزیر شو، چې فیض حمید په کې مهم رول ولوباوه، او په ۲۰۲۲ کال کې له واکه د لیرې کېدو پورې له پوځ سره نږدې اړیکې درلودې.
د ۲۰۲۲ کال په جون کې، یو آډیو ټیپ آنلاین خپور شو چې په کې فرح له ملک ریاض او د هغه لور امبر ریاض څخه غوښتنه کوي چې د دوی د پروژې په وړاندې د خنډونو د لرې کولو لپاره دي بشرا بي بي لپاره «د الماسو هار» واخلي. په وروستي مورد کې د «توشخانې» د سوغات د خرڅلاو په بحث کې د فرح نوم هم راغلی دی. ویل کیږي چې هغې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان لخوا عمران خان ته د ډالۍ شوي قیمتي ساعت په پلور کې هم اسانتیا برابره کړې وه.
عمران خان دا ټولې قضیې د پوځ او جنرال عاصم منیر دسیسه ګڼي او له همدې امله یې د پوځ د لوی درستیز په توګه د عاصم منیر پر ټاکل کېدو غبرګون ښودلی او له عارف علوي څخه یې غوښتي چې د قانون مطابق عمل وکړي.
عمران خان ته د منير ټاکل څه مانا لري؟
عمران خان پلان درلود چې د جنرال باجوه تر تقاعد وروسته جنرال فیض حمید د پوځ د نوي مشر په توګه وټاکي. د عمران خان لپاره د فیض حمید ټاکل کېدل په دې مانا دي چې هغه کولای شي د پوځ او حمید په ملاتړ له خپلو سیاسي سیالانو څخه ځان خلاص کړي او راتلونکې ټاکنې په خوندي ډول وګټي. خو د ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې د پارلمان له خوا له لومړي وزیر څخه د اعتماد رایې اخیستلو سره د عمران خان دغه پلان لغوه شو. له هغه وروسته سړکونو ته راووتل او د وخت څخه مخکې د انتخاباتو غوښتنه یې وکړه. خان له دې کار سره یو بل هدف هم تعقیباوه او هغه دا و چې د پوځ د راتلونکي مشر په ټاکلو کې رول ولوبوي؛ ځکه ښکاره وه چې شهباز شریف به د خپلې خوښې یو څوک غوره کوي نه د هغه قوي سیاسي سیال عمران خان د خوښی. اوس چې د عمران خان له لاریونونو څخه کابو اته میاشتې تیرې شوی دی، خو نه یې حکومت د وخت نه مخکې ټاکنو ته اړ کړی او نه یې د عاصم منیر د انتخابيدلو مخه نیولې ده. له همدې امله ډېری کارپوهان دغه ګمارنه د تحریک انصاف او عمران خان لپاره لویه ناکامي ګڼي. ځکه داسې اوازې وې چې عمران خان د آی ایس آی له څوکۍ څخه د لیرې کولو وروسته د منیر خلاف د فساد او اختلاس شکایتونو ته په زور د دغه جنرال د اعتبار د خرابولو هڅه کړې وه.
اوس معلومه نه ده چې جنرال منير به له عمران خان سره څه ډول چلند وکړي. خو هغه څه چې روښانه دي دا دي چې د خان د تورونو له امله نور د پوځ د صبر کاسه ډکه شوې ده. که د پوځ اعتبار او ثبات په خطر کې وي، نو د پاکستان د پوځ نوی مشر به عمران خان ته ډېر ځای ورنکړي.
په داسې حال کې چې ټاکل شوې وه عمران خان د نومبر پر ۲۷ په اسلام اباد کې وینا وکړي، خو تر هغه یوه ورځ وړاندې نوموړي دغه وینا لغوه کړه او وې ویل چې په اسلام اباد کې د ده وینا به ګډوډۍ او هېواد ته زیان ورسوي. که دې موضوع ته له بلې زاویې وګورو نو لیرې نه ده چې د دې وینا لغوه کېدل د پوځ د لوی درستیز په توګه د عاصم منیر له ټاکنې سره مستقیم تړاو لري. په هرصورت، جنرال عاصم د درېیو کلونو یا ښايي د ډېر وخت لپاره د پاکستان د لومړي کس په توګه راغلی او دا د عمران خان لپاره ښه خبر نه دی.