پاکستان، ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه له اسلام آباده د امریکا او هند غوښتنه ګمراه کوونکې وبلله

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له اسلام اباده د امریکا او هند ګډه غوښتنه چې له پولې هاخوا د ترهګرو پر ضد اقدام وکړي، غیر عادلانه، یو اړخیزه او ګمراه کوونکې بللې ده.
د ایکسپریس ټریبیون د راپور له مخې، د جمعې په ورځ (د جون په ۲۳مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه څرګندونې سیاسي انګیزه وبلله او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یي له امریکا سره د پاکستان نږدې همکارۍ ته په پام سره دا د حیرانتیا وړ وبلله.
دغه وزارت په یوه اعلامیه کې زیاته کړې:«د متحده ایالاتو او هند اعلان ښیي چې د همکارۍ روحیه چې د تروریزم د ماتولو لپاره خورا اړینه ګڼل کیږي، د جیوپولیټیک ملحوظاتو قرباني شوې ده.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هند د ترورېزم ملاتړی هېواد بللی چې معمولاً د ترهګرۍ له پلمې څخه په استفادې د نړۍ پام په خپل هېواد کې د بشري حقونو له سرغړونو څخه واړوي.
په همدې حال کې د امریکا ولسمشر جوبایډن او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د پنجشنبې په ورځ (د جون په ۲۲مه) له پاکستانه وغوښتل چې د افراطیانو لکه لشکر طیبه او جیش محمد چې هند په نښه کوي، ورسره جنګ وکړي او ويي ځپي.
بایډن او مودي همدا راز له پاکستانه وغوښتل چې د تروریستي بریدونو عاملینو ته سزا ورکړي، په ځانګړې توګه په ممبۍ ښار کې د ۲۰۰۸ کال د خونړیو بریدونو عاملینو ته.
مودي درې ورځې وړاندې په داسې حال کې واشنګټن ته په رسمي سفر تللی، چې امریکا په دې وروستیو کې په هند کې د مذهبي تاو تریخوالي له امله د لومړي وزیر مودي دغه هېواد ته په ننوتو بندیز ولګاوه.