د پاکستان کړکېچ؛ ولې په دې سیمه کې ډیموکراسي نه ټينګېږي؟

په پاکستان کې اوسنی کړکېچ بېلابېل اړخونه او لاملونه لري چې یو یې د باثباته او بنسټیزې ډیموکراسۍ نشتوالی دی. کله چې خلک په خپله د خپل برخلیک په ټاکلو کې رول نه لري او نور بنسټونه په پرلپسې توګه ورته مکلفیتونه ټاکي، ترینګلتیا او ګډوډي په زیاتېدونکي توګه پراخیږي او د نویو کړکېچونو د رامنځته کېدو لامل کیږي. پاکستان له خپل تاسیسه تر نن ورځې پورې له دا وړ کړکیچونو سره لاس او ګریوان دی او که څه هم هېڅکله د سقوط پولې ته نه دی رسېدلی، خو له پرلپسې او دوامدره کړکېچونو  نه د ټیکاو او دوامدار پرمختګ لور ته هم نه دی پورېوتی. دا وضعیت د پاکستان لپاره ځانګړی نه دی، بلکې د سیمې نور هېوادونه هم لږ تر لږه ورته شرایط لري، لکه په تېرو څو میاشتو کې چې ایران هم په ورته کړکېچ کې راګیر و. زموږ نور ګاونډي هېوادونه هم له دې اړخه زیانمن دي او کړکېچونه ورته پر ساعت د برابر کړای شوي بم په څېر په کمېن کې دي چې د چاودنې شېبه راورسېږي.

ولې په دې هېوادونو کې ډيموکراسي نه ټينګېږي او لازم پوخوالي او ټیکاو ته نه رسېږي او کله نا کله چې د دې سيمې د خلکو په ژوند کې د نرم نسیم په څېر د باد لګېدل پېلېږي، ډېر وخت نه وي تېر شوی چې بړبوکۍ او توپانونه هر څه له څپڅپانده حالت او بې ثباتۍ سره مخ کوي؟ د ځواب لپاره یې د عواملو دوه کټګورۍ په پام کې نیول کیدای شي؛ بهرني عوامل او کورني عوامل. په بهرنۍ کچه، ځواکمن هیوادونه چې په سیمه ییزو بدلونونو کې مستقیم نفوذ لري، غوره ګڼي چې د سستو او لړزانه ادارو پر ځای یې د تعامل لوری داسې ډله او سازمان وي چې د ځواک مرکز جوړوي او کولای شي چې شرایط ورته د اټکل وړ وګرځوي، له همدې امله په پاکستان کې نظامي بنسټ، په ایران کې ولایت فقیه او په سیمه کې ورته حکومتونه د سترو قدرتونو لپاره مطلوب نظامونه دي. خو په دې برخه کې کورنی  عامل مخکښ دی، نه بهرنی عامل او باید لومړیتوب ورکړل شي.

په کورنۍ کچه، په دغو سیمو کې یو شمېر عوامل د ریښتینې ډیموکراسۍ د رامنځته کیدو مخه نیسي. لومړی، په دغو ټولنو کې د ډیموکراسۍ د ګټورتیا په تړاو کافي نظرونه نه دي وړاندې شوي، چې د ښي او کیڼو اړخونو ډیموکراسۍ ضد بحثونه د عامه افکارو له ډګره و اېستل شي. دویم دا چې ډيموکراسۍ ته ژمن قوتونه چې پخپله ډيموکراټیکې ځانګړتیاوې ولري، په دې سیمه کې نه دي راڅرګند شوي او د ډیموکراسۍ ډیری ادعا کوونکي په خپل عملي ژوند کې ډیموکراټ نه دي. دریم، د ډیموکراسۍ بنسټیزه کېدل هم د ښوونیز سیسټم په کچه او هم د ټولنیزو بنسټونو په کچه زده کړې ته اړتیا لري. ډیموکراسي یوه عصري ښکارنده ده چې باید زده کړای شي او په ژوند کې یې تمرین وشي، خو دغه راز زده کړه په عمومي برخه کې نشته. څلورم، ډیموکراسي د ټولنو د بلوغ زېږنده ده، چې د انسانانو په فردیت کې ځان څرګندوي؛ هغه انسانان چې له غوښتل شوې نابالغۍ یې خلاصون موندلی وي. په هغه ځای کې چې رمه يي هویت پر فردي هویت برلاسی وي او د فکر او انتخاب په برخه کې د خلکو خپلواکي په رسمیت ونه پیژني، ډیموکراسي نه شي راتلای. پنځم، د هغو مشرانو او سیاسي مخکښانو نه راڅرګندېدل چې د خپلو سیاسي ګټو په پرتله د ډیموکراسۍ بنسټیزه کېدو ته ترجیح ورکوي، لکه څنګه چې جواهر لعل نهرو، نیلسن مانډیلا، لي کوان یو او نورو زموږ په څیر د ټولنو په رهبرۍ سره د خپلو خلکو لپاره نوې تګلوری ترسیم کړ. موږ د پاکستان له تجربو دا زده کولای شو، چې پر پیاوړو ډیموکراتیکو بنسټونو له ولاړې ډموکراسۍ پرته سیاسي او ټولنیزکړکېچونه د ولسونو له ګرېوانه لاس نه لېرې کوي او هغوی ته اجازه نه ورکوي چې ټیکاو، پرمختګ، سوکالۍ او تلپاتي پرمختګ ورسېږي.

ورته لیکنې

Back to top button