پاکستان د طالبانو له خوا د جیش محمد ډلې د مشر د نیولو غوښتنه وکړه

۸صبح، کابل: د پاکستان دولت د افغانستان طالبانو ته په یوه لیک کې د جیش محمد د مشر مسعود ازهر د نیولو غوښتنه کړې ده.

پاکستاني رسنیو چهارشنبه د وږي پر ۲۳ راپور ورکړی، چې دغه لیک د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا طالبانو ته لېږل شوی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې اسلام اباد باوري دی، چې د جیش محمد ډلې مشر د افغانستان په ختیځ کې دی او خپلې ډلې ته د مالي پیاوړتیا پر برابرولو بوخت دی.

راوستی ترڅو د ترهګرۍ د مالي تامین پروړاندې چې د دغه هېواد له خاورې سرچینه اخلي اقدام وکړي.

په همدې حال کې پاریس کې مېشت د څار بنسټ اټکل کړی، چې د پاکستان د ترهګرۍ د مالي تامین پروړاندې د اقدام په صورت کې به د دغه هېواد نوم له خړ لیست څخه وایستل شي.

پر پاکستان د مالي اقدام ډلې د فشار له زیاتېدو سره په دې وروستیو کې دغه هېواد د هند پر بمبیي ښار د پلانونکی او د طیبه لښکر یو قوماندان ساجد امیر مجرم ګڼلي او غندلی یې دی.

ورته لیکنې

Back to top button