۸صبح، کابل: د پاکستان د غالۍ صادروونکو او تولیدوونکو ټولنې د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ د هوایي دهلیز د رامنځته کولو له هوکړې هرکلی کړی دی.
پاکستاني رسنیو دوشنبه د لړم پر ۳۰ د دغې ټولنې له قوله راپور ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د هوایي دهلیز رامنځته کېدل به د ستونزو د کموالي لامل وګرځي.
په همدې حال کې د پاکستان د غالیو د تولیدوونکو او صادروونکو ټولنې د افغانستان او دغه هېواد ترمنځ د بندري خنډونو د لیري کول غوښتنه کړې ده او ټینګار یې کړی، چې د پاکستاني غالیو لپاره خام مواد له افغانستان څخه واردېږي.
دغې ټولنې ویلي، چې له افغانستانه د غالیو د خامو موادو په لېږد کې د ګڼو ستونزو له امله د هوایي دهلیز رامنځته کول کولای شي د هغوی ستونزې کمې کړي.
د ویلو ده، چې د افغانستان غالۍ تل د پاکستان د غالیو د صادروونکو له خوا په خپل نوم پلورل کېږي.