۸صبح، ننګرهار: په ننګرهار ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي، پاکستان دغه هېواد ته له افغانستان څخه د تازه مېوو او ترکارۍ واردات ځنډولي دي.
سرچینې نن چهارشنبه د (وږي میاشتې په ٢٩مه) له ٨صبح ورځپاڼې سره د خبرو پر مهال تاييد کړې، چې له څو ورځو راهيسې پاکستاني لوري په تورخم پوله له افغانستان څخه د تازه مېوو او ترکارۍ د لېږدوونکو لسګونو لاريو د تګ راتګ مخه د بوټي ساتنې سند د نه لرلو له امله نیولې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، اوسمهال په تورخم کې بار وړونکي موټر درول شوي دي.
په ورته وخت کې د پاکستان ډان ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د خوراکي توکو د خوندیتوب وزارت په یوه لیک کې د پاکستان د ګمرکونو ریاست ته امر کړی، چې د بوټي ساتنې قرنطین سندونو په پلي کولو سره د ککړو میوو او ترکارۍ د واردولو مخه ونیسي.
د پاکستان د خوراکي توکو د خوندیتوب وزارت چارواکي وايي، دا قانون څو کاله وړاندې له افغانستان څخه د خامو مالوچو د واردولو لپاره نافذ شوی و.
له دې وړاندې هم د تورخم پوله د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتې له امله تړل شوې وه، چې د دواړو هېوادونو سوداګرو ته په میلیونونو ډالر مالي زیانونه اوښتي وو.