د پاکستان د سولې مطالعاتو مؤسسه: پاکستان کې ترهګریز بریدونه ۷۳ سلنه زیات شوي

۸صبح، کابل: د پاکستان د سولې مطالعاتو (PIPS) موندنې ښیي، چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو ۲۱ میاشتو کې، د تېرې ورته مودې په پرتله، په دغه هېواد کې د ترهګریزو بریدونو شمېر د پاموړ زیات شوی دی.
ډان ورځپاڼې نن پنجشنبه (د جون لومړۍ نېټه) د «افغانستان لرلید او د پاکستان د تګلارې لرلیدونه» تر سرلیک لاندې د دغه هېواد د سولې مطالعاتو موسسی د راپور پر بنسټ ليکلي دي، چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ زېږدیزکال د اګست د ۱۵مې له بدلونونو وروسته، د پاکستان په خاوره کې د ترهګريزو بریدونو شمېر ۷۳ سلنه زیات شوی دی.
دغه موسسه ادعا کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسیدل، د دغو بریدونو پر زیاتیدو خورا اغېز لرلی دی.
د دغه راپور له مخې، په پاکستان کې د ۲۰۲۱ زېږدیزکال له اګسته د ۲۰۲۳ زېږدیزکال تر اپرېل پورې، په ترهګریزو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر، ۱۳۸ سلنه زیاتوالی ښيي.
دا راپور د ۲۰۲۱ زېږدیزکال له جولای مياشتې د ۲۰۲۳زېږدیزکال تر اپریل پورې د اتو متخصص سلاکارانو لخوا چمتو شوی.
په دغه راپور کې راغلي، چې د پاکستان خیبر پښتونخوا او بلوچستان ايالتونه د افغانستان له وضعيته ډیر اغېزمن شوي دي، چې په ۲۱ میاشتو کې په دغو ايالتونو کې د بریدونو شمېر په ترتیب سره ۹۲ سلنه او ۸۱ سلنه زیات شوی دی.
خو د پاکستان د سولې د مطالعاتو موسسه وايي، پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو له مودې راهيسي په پنجاب، سند او اسلام اباد کې د بریدونو شمېر نسبتاً کم شوی دی.
دغه راپور خبرداری ورکړی، چې په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې به د تحریک طالبان پاکستان راڅرګندېدل، په بلوچستان کې د بلوڅ ملت پالو بلوا، او په سند کې قومي تاوتریخوالی، مذهبي افراطیت زیات کړي.
د دغه سازمان په راپور کې راغلي: «د ناامنۍ، دښمنۍ او تاوتريخوالي دا ډول چاپېريال د اوږدې مودې لپاره سياسي او اقتصادي ثبات ته جدي ګواښ پېښولای شي.»
که څه هم په افغانستان کې د طالبانو ډله پر هېواد له بيا واکمننېدو وروسته، د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له ملاتړه انکار کوي، خو پاکستاني چارواکو په وار وار افغان طالبان په خپل هیواد کې د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن کړي دي.
د يادونې وړ ده چې تېره مياشت د طالبانو، پاکستان او چين د بهرنيو چارو وزيرانو په اسلام اباد کې، د وسله والو ډلو په ځانګړي ډول د ټي ټي پي او ختيځ ترکستان غورځنګ پر امنيتي ګواښونو خبرې وکړې.