پاکستان د ترهګرو ډلو په وړاندې خپل سیاست بدلوي

په پاکستان کې پر پوځي هدفونو د پاکستاني طالبانو د بریدونو له زیاتوالي وروسته، د پاکستان لومړي وزیر د ترهګرو ډلو په وړاندې د خپل دولت د تګلارې د بدلون خبر ورکړی دی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف سه شنبې د جنورۍ په درېیمه په یوه ټویټ کې ددغه هېواد د ملي امنیت شورا د نوې پرېکړې خبره کړې ده.

د شریف په وینا، له دې وروسته به د ترهګرو ډلو په وړاندې د زغم سیاست صفر ته ورسېږي.

د پاکستان لومړي وزیر ټنیګار کړی چې په دې هېواد کې د سولې ټینګښت د مذاکرې وړ موضوع ده.

دا په داسې حال کې دي چې د ټي ټي پي له خوا د حکومتي تشکیلاتو له اعلان وروسته، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په خپلو څرګندونو کې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پر مرکزونو د برید حق د اسلام آباد لپاره خوندي بللی دی.

ورته لیکنې

Back to top button