د پاکستان دولت کابل کې د دغه هېواد پر سفارت د څو ورځو مخکې برید په تړاو پلټنې څاري.
د راپورونو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ دوشنبه د ډسمبر پر پنځمه ویلي: «موږ ډاډه یو چې کابل کې زموږ د سفارت پر شارژدافیر برید به په بشپړ ډول وڅېړل شي او عاملان او پلانوونکي به یې د عدالت منګولو ته وسپارل شي.»
زهرا بلوج ټینګار کړی دی چې پاکستان د ترهګرۍ پروړاندې مبارزې ته ژمن دی.
د اسلامي دولت ډلې یکشنبه د ډسمبر پر ۴ د پاکستان پر سفارت د برید پړه پرغاړه اخیستې ده.
د طالبانو ویاند ذبیحاالله مجاهد هم ویلي، چې کابل کې د پاکستان پر سفارت بریدګر کس د داعش غړی او یو بهرنی وګړی و.