د پاکستان د انرژۍ وزیر مصدق مالک ویلي چې ددغه هېواد فډرال دولت د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند (تاپي) د ګازو نل لیکې د غځولو پروژې لپاره یې یوازې له ترکمنستانه ستراتيژيکه ژمنه ترلاسه کړې ده.
د پاکستان د انرژۍ وزیر جمعه د نومبر په څلورمه، پاکستاني رسنیو ته ویلي چې د ګازو د برابرولو او په پاکستان کې د نل لیکې لپاره د چارو پرمخ بیولو لپاره یې د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره خبرې کړې دي.
د مالک په وینا، ترکمنستان د ګازو د ترانزیت د لګښت پر سر له افغانستان سره نظر اختلاف لري.
د پاکستان د انرژۍ وزیر ویلي چې له هېڅ داسې بهرني شرکت سره چې له نړیوالو بندیزونو سره مخ دي، د تېلو او ګازو په برخه کې سوداګریز تړون نه لاسلیک کوي.
له دې مخکې، طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ویلي و چې په اوسني وخت کې په افغانستان کې د تاپي پروژې د عملي کار د پیلولو لپاره زمینه برابره شوې او دوی ژمن دي چې د دې پروژې امنیت خوندي کړي.