پاکستان د هرات په امنیتي ناسته کې د ګډون لپاره د محسن داوړ د سفر مخنیوی وکړ

۸صبح، کابل: د پاکستان حکومت د هرات په لسمه امنیتي ناسته کې د ګډون لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ د پخواني غړي او د دې هېواد د پارلمان د اوسني وکیل محسن داوړ د سفر مخنیوی کړی دی.

هغه یکشنبې د لیندۍ په شپږمه په یوه ټویټ کې لیکلي: «زه د اسلام اباد په هوايي ډګر کې د فډرال اطلاعاتي آژانس له خوا ودرول شوم او د هرات په امنیتي ناسته کې د ګډون لپاره تاجکستان ته زما د سفر مخه ونیول شوه.»

ښاغلي داوړ په دوام کې لیکلي: «دا له شرمه ډکه خبره ده ځکه کابینې زما نوم د دوو میاشتو لپاره د کنټرول له نوملړه ایستلی و.»

د پاکستان د پارلمان دغه غړي ددې هېواد حکومت له خپلو وګړو سره په دوه ګوني چلند تورن کړی او همداراز په سیاسي چارو کې د پوځیانو پر لاسوهنې یې نیوکه کړې ده.

د هغه په وینا، په یوه ناسته کې د ګډون لپاره د پښتنو د یوه منتخب استازي د سفر مخنیوی، ددې ښودنه کوي چې په راتلونکو کلونو کې به پښتانه بیا هم د پوځي او سیاسي موخو قرباني وي.

د پاکستان دولت له دې مخکې هم له هېواده بهر ته د محسن داوړ د سفر مخنیوی کړی و.

د ویلو ده چې د افغانستان د ستراتیژیکو څېړنو انستیتوت محسن داوړ ته د هرات د لسمې کلنۍ امنیتي ناستې د یوه ویناوال په توګه بلنه ورکړې وه.

ټاکل شوې دا ناسته د «ټولګډونه سیاسي نظام، بېلګې او د لارې نقشه» تر سرلیک لاندې د روانې هجري لمریزې میاشتې په اتمه او نهمه نېټه د تاجکستان په پلازمینه دوشنبې کې ترسره شي.

ددغو ناستو د ترسره کولو اصلي موخه د افغانستان د ۵۰ کلن کړکېچ د اصلي لاملونو درک کولو لپاره د خبرواترو فضا رامنځته کول او د افغانستان او سیمې د سیاستوالو ترمنځ د فکري اجماع لپاره هڅه بلل شوې ده.

Back to top button