له خپلې ستراتېژيکې پانګې سره د پاکستان ناندرۍ

د ژمي موسم په پای ته رسېدو دی او ډېر ژر به د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته په هغو سیمو کې چې اوس د پاکستاني طالبانو او د هغوی د متحدانو په مرکزونو بدلې شوې دي، پوځي خوځښتونه زیات شي. تېر کال هم پاکستان په لومړیو کې هڅه وکړه چې د تماس او خبرو اترو له لارې د طالبانو بریدونه ودروي او څو څو ځلي یې کابل او کندهار ته سیاسي، قومي او مذهبي پلاوي واستول چې د پاکستاني طالبانو د تحریک له مشرانو سره د مخامخ خبرو او یا د هغوی د افغان سیالانو د منځګړتوب له لارې یوې داسې هوکړې ته ورسېږي چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې جګړه نوره توده نه شي. دا خبرې د یو څه مودې لپاره د یوه حساس اوربند لامل شوې خو د دواړو خواوو د غوښتنو د سخت توپیر له امله یې دوام ونه کړ. پاکستانیانو په افغانستان کې د ټي ټي پي د مشرانو ګواښلو، وژلو او پر افغان طالبانو فشار اچولو هم مخه کړه، خو نه ټي ټي پي له خپلو اصلي غوښتنو غوښتنو لاس واخیست او نه هم افغان طالبانو د پاکستاني جنرالانو غوښتنې پوره کړای شوې. اوس  د پسرلي په درشل کې پاکستان کابل ته د یوه جګپوړي پلاوي په استولو سره د تېر کال ناکامې هڅې بیا پیل کړې خو دا خبرې به د هغو پیښو د تګلوري پر بدلولو جدي اغېز ونه لري چې د طالبانو د بیا واکمنېدو په پایله کې رامنځته شوې دي. اوس باید د پاکستان د سیاستوالو په ګډون د هرچا لپاره دا ثابته شوې وي چې د طالبانو واکمنېدل د دې پر ځای چې د پاکستان لپاره ستراتېژیکه بریا وي، د اورپکۍ او جهاد پالنې یوه نوي پړاو ته د سیمې غورځيدل دي چې یقیناً په افغانستان کې محدود نه شي پاتې کیدای.

پاکستان د خپلو  ترهګریزو سیاستونو په لومه کې راګیر دی او د کندهار او کابل واکمنان که ان وغواړي هم نه شي کولای چې ټي ټي پي کنټرول کړي. ځکه چې ټي ټي پي ډله د افغان طالبانو په غېږ کې زېږېدلې او پالل شوې او د دې ډلې په وجود او رهبرۍ کې یې وده  کړې ده. هغوی ګډ مشران، جنګیالي او استادان لري. له لوبې نه د پاکستاني طالبانو لېرې کول دومره سخت دي لکه پخپله د افغان طالبانو لاس پرې کول او د پوستکي شکول. په واقعیت کې د طالبانو د واکمنۍ د دوام لپاره د ټي ټي پي او نورو همغږو جهادي ډلو شتوالی د پاکستان د استخباراتو او پوځ له رضایته کم اهمیت نه لري. دا واقعیت د پاکستان د پوځ او استخباراتو مشران هم درک کوي او له همدې امله له لویې ننګونې سره مخ دي. د ترهګریزې ستراتېژيکي پانکې مديريت د وسلو او بمونو د ډيپوګانو له مديريته  کم خطرناک نه دى.

د پاکستان د استخباراتو د مشر او د وروستي پلاوي د غړي جنرال ندیم احمد انجم په مخ کې د دې ادارې د مخکني مشر جنرال فیض حمید د بریا د خوښۍ او احساس هیڅ نښه نه لیدل کېده. د دغه سفر په خپرو شویو عکسونو کې  ناخوښه او خپه ښکارېده او څرګنده وه، چې د رسمي اعلان اپوټه چې ګواکې دغه پاکستاني پلاوي د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او سرحدي اختلافونو د هواري په موخه سفر کړی، په دغه سفر کې پاکستانیانو د توکو د لیږد رالېږد د چارو تر تنظیم، د تورخم له لارې د مسافرو تر تګ راتګ او د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي تر څرنګوالي ډيرې مهمې اندېښنې لرلې او په زیات احتمال سره هغوی له خپلو «ستراتېژیکو پانګو» سره ډیرې سختې او بې پایلې خبرې لرلې.

په تېریو نیم کال کې ټي ټي پي د یوې ګډې جګړې لپاره چې هغه غاړه یې د اندېښنې وړ احتمالاتو تصور کوي، وړې ترهګرې او جهادي ډلې سره یوځای کړي دي. دا ترهګره ډله کولای شي چې د اړتیا پر مهال ډیر افغان او بهرني جنګیالي سره یوځای کړي. ويل کېږي چې په دې موده کې يې له بلوچستانه تر چترال او سوات پورې خپل عملياتي مرکزونه بيا جوړ کړي دي. په پېښور او کراچۍ کې خونړي بریدونه د دې ښودنه کوي چې د پاکستان خلک به سختې ورځې په مخکې ولري. داسې بریښي چې له بده مرغه به د ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۵ کال پورې تجربې په پيچلو اړخونو سره تکرارې شي.

ترهگري په داسې مذاکراتو او د غرضي گټو پر بنسټ تعاملاتو له لارې چې د پاکستان مشران یې کوي، نه کنټرولېږي، بلکې لا پياوړې کېږي او خطرناکه کېږي. د پاکستان حکومت به هغه وخت له چاودنو او ځانمرګو بریدونو نه خلاصون ومومي، چې په هر نوم د ځانمرګو بریدګرو او ترهګرو پالنه او هڅونه بنده کړي او په سیمه کې له ډیموکراټیکو خوځښتونو سره دښمني ونه کړي او په کور دننه مدني او ډموکراټيکو حرکتونو ته درناوی ولري.

ورته لیکنې

Back to top button