پاکستان: په سیمه کې د سولې او امنیت لپاره طالبانو سره ګډ کار ته چمتو یو

۸صبح، کابل: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد له ځانګړی استازي سره په لیدنه کې ویلې، پاکستان چمتو دی چې په سیمه کې د سولې او امنیت لپاره له طالبانو سره ګډ کار وکړي.
بلاول بوټو زرداري دا موضوع د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۴ مه) په ټوېټ کې لیکلي ده.
په دې کتنه کې نوموړي له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې، له طالبانو سره پر سوداګرۍ او په افغانستان کې د دغه هېواد د پراختیايي پروژو پر بشپړېدو ټینګار کړی.
خو په افغانستان کې د پاکستان له خوا په پام کې نيول شويو پروژو په اړه نور جزئيات نه دي ورکړل شوي.
پاکستان یو له هغو لومړنیو هیوادونو څخه و چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته یي په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت دغې ډلې ته وسپارلو.
د دې ترڅنګ پاکستاني چارواکو په وار وار په نړیوالو غونډو کې د طالبانو په ملاتړ خبرې کړې دي او له دې ډلې سره یې د لا زیاتو اړیکو غوښتنه کړې ده.
د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) پر وړاندې د افغان طالبانو مبارزه چې د دواړو هېوادونو په پولو کې فعالیت کوي، له دغې ډلې څخه د اسلام اباد له جدي غوښتنو څخه ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې له طالبانو سره په ګډې همکارۍ ټینګار وکړ چې دغې ډلې د اسلام آباد له غوښتنې وروسته د دغه هیواد له سرحدي نقطو څخه د ټيټيپي یو زیات شمیر جنګیالي د افغانستان شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته انتقال کړل.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوه تازه راپور له مخې، طالبانو د القاعدې په ګډون له شلو تروریستي ډلو سره اړیکې ساتلې دي، هغه ډلې چې د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ بلل کېږي.