د پاکستاني رسنیو ادعا؛ د داعش د خراسان څانګې مشر په کونړ کې وژل شوی

۸صبح، کابل: د راپورونو له مخې په کونړ ولایت کې د داعش خراسان څانګې مشر ثناالله غفاري چې په شهاب المهاجر مشهور و، په کونړ کې وژل شوی دی.
پاکستاني رسنیو نن جمعه (د غبرګولي په ۱۹مه)، د دغه هېواد د امنیتي چارواکو په حواله ادعا وکړه، چې د داعش د خراسان څانګې مشر، چې د نړۍوالو تر څارنې لاندې و، په کونړ کې وژل شوی دی.
د غفاري د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ویل کېږي چې ثناالله غفاري په افغانستان، ایران، ازبکستان، تاجکستان او پاکستان کې په ګڼو بریدونو کې لاس درلود.
نوموړی د ۲۰۲۰ کال له اپریل راهیسې د داعش د خراسان څانګې مشر و.
غفاري د ۲۰۲۱ کال په ډسمبر کې د ملګرو ملتونو، امریکا او اروپايي ټولنې له خوا «د نړیوال ترهګر» په توګه وپیژندل شو او پر سر یې لس میلیونه ډالره انعام ټاکل شوی و.
تر دې وړاندې هم د نړۍ هېوادونو تل په دې اړه اندېښنه ښودلې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د «ترهګرو ډلو» په خوندي ځای بدل شوی دی.