پاکستانيو پولیسو ۲۰۰ افغان کډوال نیولي

۸صبح، کابل: د راپورونو له مخې، پاکستانیو پولیسو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې تر ۲۰۰ زیات افغان کډوال نیولي دي.

د راپورونو له مخې، پاکستانيو پولیسو نن یکشنبه د وږي میاشتې ۲۶مه د پلازمېنې اسلام اباد ښار د ترکارۍ او مېوې له مارکېټ څخه د سهار له ۱۱:۰۰ بجو مخکې د عملیاتو په ترڅ کېتر ۲۰۰ زیات افغان کډوال نیولي دي.

د راپورونو پر بنسټ، د پاکستاني پولیسو موټرونه اوس هم د ترکارۍ په بازار کې ولاړ دي.

په پاکستان کې د افغان ګډوالو نیول کومه نوې خبره نه ده.

د افغان پناه غوښتونکو د نیولو لړۍ په داسې حال کې یو ځل بیا پیلېږي چې تېره ورځ د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انورالحق کاکړ ویلي وو چې هېڅافغان په دې هېواد کې له ویزې پرته ژوند نه شي کولای.

د پاکستان موقت لومړي وزیر په دولت کې د ثبت او جعلي  اسنادو لرونکو کسانو په وېشلو سره زیاته کړې دههغه افغانان چې ویزې نه لري بېرته به خپلهېواد ته ستانه شي»

تر دې وړاندې په پاکستان کې د طالبانو تر ادارې لاندې افغان سفارت ویلي و چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو نیول او زنداني کول د دواړو هېوادونوپر اړیکو منفي اغېز کوي.

ورته لیکنې

Back to top button